دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۵ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۱۹
د مطلب کود : 212043
کرونا ویروس؛ هېواد کې بیا هم نورې تازه پېښې او له امله یې مړینه
عامې روغتیا وزارت هېواد کې د کرونا ویروس د ۶۶۴ نور مثبتو پېښو له ثبتېدو خبر ورکړ.
یاد وزارت نن ( یکشنبې غبرګولې ۲۵ ) ویلي، تېرو څلریشت ساعتونو کې د کرونا ویروس ۶۶۴ نور مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
دې شمېر له مخې کابل کې ۳۱۶، کندهار کې ۳۴، پروان کې ۳۴، تخار کې ۳۲، بغلان کې ۳۲، پنجشیر کې ۳۱، کاپیسا کې ۳۰، نورستان کې ۲۴، پکتیا کې ۲۲، لغمان کې ۲۱، پکتیکا کې ۱۹، کندز کې ۱۴، دایکندي کې ۱۲، لوګر کې ۱۱، اته کونړ کې، اووه ننګرهار کې، اووه هلمند کې، درې زابل کې، درې نیمروز کې، او دوه بامیان ولایت کې ثبت شوې دي.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پر بنسټ تېرو څلریشت ساعتونو کې په کرونا ویروس اخته ۲۰ نور کسان هم مړه شوي، چې د ټولو مړه شویو شمېر ۴۷۱ ته ورسېد.
ښه اړخ دا چې له تېرې ورځې راهیسې ۵۲۴ نور هېوادوال له یاد ویروس څخه رغېدلي، چې هېواد کې د روغ شویو شمېر څلور زره او ۷۲۵ ته لوړ شو.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchkinix23nzvd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته