کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان ټول نړیوال هوايي ‌ډګرونه د الوتنو لپاره چمتو شوي ـ وفايي زاده

25 جوزا 1399 ساعت 14:16

د افغانستان د ملکي هوايي چلند اداره وايي چې دغه هېواد کې د کورنیو الوتنو د بیا پیلولو لپاره یې کړنلاره جوړه کړې او د کابینې تصویب ته پتمه دي.


د دغې ادارې مشر قاسم وفايي زاده پرون شنبه (غبرګولې۲۵) امریکا غږ ته ویل چې د افغانستان ټول نړیوال هوايي ‌ډګرونه د الوتنو لپاره چمتو شوي دي.
هغه زیاته کړه:"د کابینې له خوا د کړنلارې د تصویب وروسته به الوتنې بیا پیل کړي."
ښاغلي وفايي زاده د نړیوالو الوتنو په اړه وویل چې په راتلونکو دوه اونیو کې به نړیوال او کورني هوايي شرکتونه بهر ته خپلې الوتنې پیل کړي.

د افغانستان د ملکي هوايي چلند اداره وايي الوتنې په دې شرط پیلوي چې د کرونا ویروس د خورېدو عامل نشي. د یادې ادارې مشر وویل د پروازونو د بیا پلیدو لپاره یې د ‌ډګرونو نه د ګټې اخیستنې لپاره هم یوه کړنلاره عملي کړې.
 
د افغانستان د یو هوايي ‌ډګر ترمینل چې پکې ځانګړې علامې لګول شوي‌دي.
دغې کړنلارې کې د مسافرینو لرې درېدل، د الوتکو ضد عفوني کول او ترمینل کې د فاصلې مراعتولو لپاره ځانګړې نښې په ځمکې لګول شوي دي.
نړۍ کې د کرونا ویروس د خوېدو وروسته ټوله هوايي الوتنې وځنډول شوې.
افغانستان کې هم هم د خصوصي او دولتي شرکتونو الوتکې وردرول شوې او د رپوټونو پر بنسټ له همدې امله ۴۰ میلیونه ډالر زیان ور اوښتی.


د مطلب کود: 212045

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/212045/د-افغانستان-ټول-نړیوال-هوايي-ډګرونه-الوتنو-لپاره-چمتو-شوي-وفايي-زاده

آوا
  https://www.avapress.com