دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۵ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۰۵
د مطلب کود : 212048
حج او اوقافو وزارت: د حج په اړه د سعودي وروستۍ پرېکړې ته ګورو
د افغانستان د حج او اوقافو وزارت وايي، د حج پروسې تر سره کولو په اړه د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت د وروستۍ پریکړې په تمه دي.
یاد وزارت وايي، په نړۍ کې د کرونا ویروس وبا خپرېدو له امله د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت د یو مکتوب په لېږلو د نورو هیوادونو ترڅنګ له افغانستان څخه هم غوښتي و چې د حج تر سره کېدو په اړه د دوی وروستۍ پرېکړې ته په تمه اوسي.
د افغانستان د حج او اوقافو وزارت د عامه اړیکو رئیس او ویاند فضل محمد حسیني نن یکشنبه جون۱۴(غبرګولې۲۵) امریکا غږ ته وویل چې دغه وزارت له خپل اړخه لومړنۍ امادګۍ نیولې دي.
ښاغلي حسیني په دې برخه کې د افغانانو د لېستونو برابرول او د نوم ایستل د لومړنیو امادګیو په توګه یاد کړل.
نوموړي زیاته کړه:"تر اوسه موږ د انتظار په حالت کې پاتې یو،تر اوسه د سعودي عربستان له لوري له موږ سره کوم نوي معلومات نه دي شریک شوي، چې ایا سږ کال به حج ته د حاجیانو د تګ لپاره زمینه برابره وي که نه وي برابره، موږ تر اوسه د تعلیق او انتظار په حالت کې پاتې یو."
د حج او اوقافو وزارت د معلوماتو په اساس ټاکل شوې ده سږ کال شاوخوا ۳۰زره افغانان د حج په پروسه کې ګډون وکړي. خو دغه وزارت وايي چې لا هم سعودي عربستان په دغه پروسه کې د افغان حاجیانو سهمیه نه ده په ډاګه کړې.
له افغانستان څخه هر کال حج ته د افغان حاجیانو د لېږلو پروسه د لوی اختر تر رارسېدو شااوخوا یوه میاشت مخکې پیلېږي.
خو د حج او اوقافو وزارت ویاند وایي چې د کووید ـ۱۹ وبا له امله ځيني لوی قراردادونه چې د افغان حاجیانو لپاره د اوسېدو ځای او ترانسپورټ د چمتووالي په اړه باید مخکې شوي وای نه دي شوي.
هغه وویل: "ځیني ځيني لوی ـ لوی قراردادونه دي چې هغه باید په سعودي عربستان کې د یو افغان پلاوي لخوا تر سره شوي وای، او افغان پلاوی هلته تللی وای،هغه پلاوی نه دی تللی، هغه د ترانسپورټ اماده کول، د غذا قرارداد دی، د ځای نیول دي، ځيني هغه شیان دي چې هغه باید ډير مخکې شوي وای خو سږ کال بدبختانه په دې هکله هیڅ نه دي شوي."
د افغانستان د حج او اوقافو وزارت ټینګار کوي چې ستونزو ته په کتو به هڅه وشي چې افغانان د حج له پروسې څخه پاتې نشي.
دا په داسې حال کې ده چې د ګلف نیوز د راپور په اساس د سعودي د حج او عمرې وزارت لوړپوړو چارواکو د نوم خپرېدو په شرط د بریتانیې فایننشل ټایمز ورځ پاڼې ته ویلي چې سعودي عربستان سږ کال د کرونا ویروس باو خپرېدو له امله د حج پروسې پر لغوه کېدو غور کوي.
یاد چارواکو ویلي چې د سعودي حکومت په دې اړه ارزونې پيل کړي چې د یوې اونۍ دننه کې به پرېکړه وشي.
هر کال د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه په میلیونونو مسلمانان په سعودي عربستان کې د حج په مراسمو کې ګډون کوي.
سعودي عربستان په نړۍ کې د کرونا ویروس خپرېدو له امله تر دې مخکې د عمرې پر اداکولو هم بندیز لګولو و.
که څه هم د افغانستان د حج او اوقافو وزارت په دې اړه د چمتووالي ډاډ ورکوي، خو د کرونا وبا له امله رامنځته شوي وضعیت ته په کتو سږ کال د حج ادا کولو احتمال کم لیدل کیږي.
https://avapress.com/vdcc0iqi42bqsx8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته