دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۵ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۵۱
د مطلب کود : 212053
ارین: یوه اونۍ کې ۴۲۲ تنو افغان نظامیانو ته مر‌ګ‌ژوبله اوښتې
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې وسله‌والو طالبانو په دې وروستیو کې د تمې په خلاف تاوتریخوالی زیات کړی او د افغان امنیتي او دفاعي سکتور منسوبینو ته یې درنه مرګ‌ژوبله اړولې ده.
د دغه وزارت ویاند طارق ارین د یکشنبې په ورځ د جون په ۱۴مه (غبرګولي ۲۵) خبریالانو ته وویل چې یوازې په تېره یوه اونۍ کې د طالبانو په بریدونو کې له ۴۰۰ زیات امنیتي او دفاعي منسوبین وژل شوي او ټپیان شوي دي.
ښاغلي ارین زیاته کړه: "په تېره یوه اونۍ کې د افغانستان په ۲۹ ولایتونو کې وسله‌والو طالبانو ۲۲۲ مورده تحرکات درلودل چې د افغانستان پر امنیتي او دفاعي ځواکونو د طالبانو په دغو تحرکاتو او بریدونو کې ۴۲۲ تنه د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه شهید او ټپیان شول".
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت دا څرګنده نه کړه چې له دې شمېرې څو تنه افغان امنیتي او دفاعي منسوبین وژل شوي او څو نور ټپیان دي.
ښاغلي آرین دغه راز وویل چې د امریکا – طالبانو ترمنځ د سولې د تړون په اساس د اورکم او د اختر په ورځو کې د اوربند پر مهال او له هغې وروسته طالبانو د بریدونو نوې څپې پیل کړي او په دغو بریدونو کې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه، دیني عالمان او عام‌المنفعه تاسیسات په نښه کوي.
د هغه پر وینا د دوحې له تړون وروسته طالبانو په افغانستان څه باندې ۳۵۰۰ بریدونه کړي چې په ترڅ کې یې زرګونو ملکي افغانانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.
د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل په دغه کنفرانس کې وویل چې طالبانو "له اوربند او اورکم څخه ناوړه استفاده" کړې او له دې فرصت څخه په استفادې یې خپل بریدونه لا زیات کړي دي.
هغه وویل: "دوی هم له اوربند څخه هم له اورکم څخه ناوړه استفاده وکړه او د هېواد په مختلفو ولایتونو کې یې د افغانانو په خلاف خشونت جاري وساته".
د ښاغلي فیصل پر وینا د دې وضعیت دوام به د سولې خبرو ته زیان ورسوي او افغان حکومت به اړ شي چې په متقابل عمل لاس پورې کړي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند وویل چې افغان حکومت د سولې په نیت د طالب بندیانو خوشې کولو ته دوام ورکوي او د جمهور رئیس غني د فرمان په اساس به ۲۰۰۰ نور طالب بندیان هم له زندانونو څخه آزاد شي.
وسله والو طالبانو تر دامهاله په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciwrarpt1azu2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته