د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش د ایران د بهرنیو چارو وزارت له لوري په دغه هېواد کې د افغان سفیر پر احضارولو غبرګون ښودلی دی او پر خپل ټویټر یې لیکلي، دوی له ګاونډیانو څخه په کلکه غواړي چې له کړکېچ زېږونکي سیاست څخه ډډه وکړي. هغه زیاته کړې، افغان حکومت په بشپړه توګه کولی شي خپلې مسئلې د خبرو او یو بل ته د درناوي له لارې حل او فصل کړي.