د هرات ولایت سیمهییز چارواکي وایي، د دغه ولایت په ګلران ولسوالۍ کې د طالبانو په برید کې څلورو سیمه ییزو پولیسو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
طالبانو د هرات په ګلران ولسوالۍ کې څلور سیمهییز پولیس وژلي
25 جوزا 1399 ساعت 16:53
د هرات ولایت سیمهییز چارواکي وایي، د دغه ولایت په ګلران ولسوالۍ کې د طالبانو په برید کې څلورو سیمه ییزو پولیسو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د ګلران ولسوال عبدالغني نوري کلید ته وویل، نن سهار څلور بجې طالبانو د درېیو سیمه ییزو پولیسو په مرسته د ګلران ولسوالۍ امنیه قومندانۍ ته نېږدې یوه پوسته وړې، څلور سیمهییز پولیس یې وژلي او د هغوی سپکې او درنې وسلې یې له ځان سره وړې دي.
نوري ټینګار کوي، چې په دې پېښه کې یو طالب وسله وال هم وژل شوی دی.
ګلران د هرات هغه ولسوالي ده چې په ډېرو برخو کې یې وسله وال طالبانو پراخه نفوذ لري او وخت نا وخته پر افغان ځواکونو بریدونه ترسره کوي.
تر اوسه طالبانو په دې اړه نظر نه دی څرګند کړی.
د مطلب کود: 212071