کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هېواد کې د کورونا مثبتې پېښې ۲۴۷۶۶ ته ورسېدې؛ ۴۷۲۵بېرته ښه شوي

25 جوزا 1399 ساعت 16:54


د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې بېلا بېلو ولایتونو کې د کورونا ویروس ۶۶۴ مثبتې پېښې ثبت شوي چې ټول هېواد کې په کووېډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۲۴ زره او ۷۶۶ ته لوړ شوی دی.
د ياد وزارت د عامه اړیکو سرپرست سعیدالدین جامي وايي، د کورونا له دغو ۶۶۴ تازه پېښو تر ټولو ډېرې ۳۱۶ کابل، ۳۴ کندهار، ۳۴ پروان، ۳۲ تخار، ۳۲ بغلان، ۳۱ پنجشېر، ۳۰ کاپيسا، ۲۴ نورستان، ۲۲ پکتيا، ۲۱ لغمان، ۱۹ پکتيکا، ۱۴ کندوز، ۱۲ دايکندي، ۱۱ لوګر، ۸ کونړ، ۷ ننګرهار، ۷ هلمند، ۳ زابل، ۳ نيمروز او ۲ هم په باميانو ولايت کې ثبت شوې دي.
د نوموړي په وينا، افغانستان کې تېره یوه شپه او ورځ کې د کووېډ ۱۹ ناروغۍ له کبله ۲۰ کسان مړه شوي او ۵۲۴ بېرته روغ شوي چې د ټولو مړو شويو شمېر ۴۷۱ او د بېرته رغېدلو هم ۴ زره او ۷۲۵ ته رسېږي.
دې سره ټوله نړۍ کې د کورونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر تر ۷ میلیون او ۸۷۰ زرو اوښتی چې له دې ډلې یې څه باندې ۴ لکه او ۳۲ زره مړه شوي دي.


د مطلب کود: 212072

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/212072/هېواد-کې-د-کورونا-مثبتې-پېښې-۲۴۷۶۶-ته-ورسېدې-۴۷۲۵بېرته-ښه-شوي

آوا
  https://www.avapress.com