کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

حج او اوقافو وزارت:

د حج مراسمو په اړه د سعودي عربستان پرېکړې ته په تمه یو

25 جوزا 1399 ساعت 16:55

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت وايي، د حج پروسې تر سره کولو په اړه د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت د وروستۍ پریکړې په تمه دي.
یاد وزارت وايي، په نړۍ کې د کرونا ویروس وبا خپرېدو له امله د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت د یو مکتوب په لېږلو د نورو هیوادونو ترڅنګ له افغانستان څخه هم غوښتي و چې د حج تر سره کېدو په اړه د دوی وروستۍ پرېکړې ته په تمه اوسي.
د افغانستان د حج او اوقافو وزارت د عامه اړیکو رئیس او ویاند فضل محمد حسیني نن یکشنبه وویل چې دغه وزارت له خپل اړخه لومړنۍ امادګۍ نیولې دي.
ښاغلي حسیني په دې برخه کې د افغانانو د لېستونو برابرول او د نوم ایستل د لومړنیو امادګیو په توګه یاد کړل.



د حج او اوقافو وزارت د معلوماتو په اساس ټاکل شوې ده سږ کال شاوخوا ۳۰زره افغانان د حج په پروسه کې ګډون وکړي. خو دغه وزارت وايي چې لا هم سعودي عربستان په دغه پروسه کې د افغان حاجیانو سهمیه نه ده په ډاګه کړې.
له افغانستان څخه هر کال حج ته د افغان حاجیانو د لېږلو پروسه د لوی اختر تر رارسېدو شااوخوا یوه میاشت مخکې پیلېږي.
خو د حج او اوقافو وزارت ویاند وایي چې د کووید ـ۱۹ وبا له امله ځيني لوی قراردادونه چې د افغان حاجیانو لپاره د اوسېدو ځای او ترانسپورټ د چمتووالي په اړه دي باید مخکې شوي وای چې په وینا یې لا نه دي شوي.
د افغانستان د حج او اوقافو وزارت ټینګار کوي چې ستونزو ته په کتو به هڅه وشي چې افغانان د حج له پروسې څخه پاتې نشي.
دا په داسې حال کې ده چې د ګلف نیوز د راپور په اساس د سعودي د حج او عمرې وزارت لوړپوړو چارواکو د نوم خپرېدو په شرط د بریتانیې فایننشل ټایمز ورځ پاڼې ته ویلي چې سعودي عربستان سږ کال د کرونا ویروس وبا خپرېدو له امله د حج پروسې پر لغوه کېدو غور کوي.
یاد چارواکو ویلي چې د سعودي حکومت په دې اړه ارزونې پيل کړي چې د یوې اونۍ دننه کې به پرېکړه وشي.
هر کال د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه په میلیونونو مسلمانان په سعودي عربستان کې د حج په مراسمو کې ګډون کوي.
سعودي عربستان په نړۍ کې د کرونا ویروس خپرېدو له امله تر دې مخکې د عمرې پر اداکولو هم بندیز لګولی و.


د مطلب کود: 212073

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/212073/د-حج-مراسمو-په-اړه-سعودي-عربستان-پرېکړې-ته-تمه-یو

آوا
  https://www.avapress.com