دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۵ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۷:۳۶
د مطلب کود : 212075
رزمي کار افغان ماشوم له سپورټي حرکتونو سره خلک ګوته په غاښ کړي
په دې وروستیو ورځو کې، په ټولنیزو شبکو کې داسې وېډیوګانې لاس په لاس کېږي چې ښيي یو رزمي کار افغان ماشوم داسې سپورټي حرکتونه ترسره کوي چې د ستاینې وړ دي.

پنځه کلن نوید په کیک بوکس او موتای کې ځانګړی استعداد لري او یوه موده کېږي چې په دغې برخه کې تمرین کوي.
نوید له خپل پلار او مور سره په اندونیزیا کې ژوند کوي او وايي چې هیله لري په راتلوونکي کې د افغانستان د بیرغ لاندې نړیوالو لوبو ته ولاړ شي:«زما هیله دا ده چې د نړۍ اتل شم او غواړم چې د افغانستان بیرغ په نړۍ کې لوړ کړم، هیله ده ملاتړ مې وکړئ.»
شپږمیاشتې کېږي چې له خپل پلار سره د موتای او سوکوهنې تمرین کوي. د نوید پلار حسن یوسفي وایي چې نوید د موتای او کیک بوکس په څانګو کې ښه وړتیا لري او که یې ملاتړ وشي د خپل هېواد لپاره به ویاړونه خپل کړي.
 
ښاغلي یوسفي زیاته کړه: «د نوید جان شوق د دې لامل شو چې له یوبل سره تمرین پیل کړو او تر دې ځایه مخته راشو. د نوید جان د راتلوونکي لپاره زما پروګرم، دا دی چې ډېره هڅه وکړي، خولې تویې کړي، زیار وباسي چې یوه ورځ په نړۍ کې د سپورټ نومیالی شي.»
که څه هم د نوید همزولي په خپلو ماشومانه لوبو بوخت دي، خو پنځه کلن نويد د سپورټ په برخه کې لوړو څوکو ته د رسېدو هیلې په زړه کې لري او غواړي چې د خپل هېواد لپاره ویاړونه وګټي.
د نوید ورور علي سینا یوسفي هم وايي:«نوید جان ډېر زیارکښ دی او عالي استعداد لري. هغه تل ماته وايي چې زه غواړم د نړۍ اتل شم.»
د نوید پلار چې په خپله هم لوبغاړی دی، شپږکاله وړاندې په دې هیله اندونیزیا ته کډوال شو چې بچیان یې خپلو موخو ته ورسېږي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccmiqip2bqsx8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته