کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په عراق کې شپږ امنیتي سرتیري د داعش په برید کې ووژل شول

26 جوزا 1399 ساعت 7:44


یاده پېښه د عراق په کرد مېشتي میخاس کلي کې رامنځته شوې ده.
په ورته وخت د عراق امنیتي سرتیرو هلته د داعشي وسله والو د نیولو لپاره عملیات پیل کړي.
د یادونې وړ ده چې د عراق ختیځ ښار دیاله د داعش ډلې د پاتې شونو تر ټولو ستر مرکز بلل کېږي.
عراقي حکومت په ۲۰۱۷ میلادي کال کې له داعش ډلې د دغه هېواد د پاکولو اعلان وکړ، خو لاهم هلته پر عراقي سرتیرو د داعش بریدونه کېږي او ګڼو کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوړي.


د مطلب کود: 212088

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/212088/په-عراق-کې-شپږ-امنیتي-سرتیري-د-داعش-برید-ووژل-شول

آوا
  https://www.avapress.com