د صدیقي په وینا، جمهور رییس غني د کابینې په نننۍ غونډه کې پر دیني عالمانو بریدونه په کلکو ټکو وغندل او زیاته یې کړه چې د دوی امنیت ساتل د حکومت او امنیتي ادارو لومړیتوبونه دي.
جمهور رییس غني پر داسې مهال پر دیني عالمانو بریدونه غندي چې د تېرې جمعې په ورځ د کابل ښار د کارته چهار په سیمه کې د شېرشاه سوري په مسجد کې د ځای پر ځای شوو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله د یاد مسجد د ملا امام په ګډون درې تنه ووژل شول او شاوخوا ۱۵ نور ټپیان شول.
تر دې پېښې څو ورځې وړاندې د وزیر اکبرخان په مسجد کې هم د چاودنې په ترڅ کې د دغه مسجد ملا امام او یو شمېر نور ملکي وګړي ووژل شول او ګڼ نور ټپیان شول
که څه هم د تېر جمعې ورځې د برید پړه تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې، خو د وزیر اکبرخان پر مسجد د برید پړه داعش ډلې منلې وه.