د دې کمېټې مشر نجیب شریفي د دوشنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته په وینا کې وویل، په دې طرحه کې د څارونکو بنسټونو خپلواکي محدوده شوې، تر خپرېدو وړاندې او وروسته پر خپرېدونکو توکو سانسور لګول شوی او پر رسنیو ورته نور محدودیتونه وضع شوي دي.
هغه د رسنیو په استازیتوب له جمهور رییس محمد اشرف غني څخه په یو پرانیستي لیک کې غوښتنه وکړه چې دا طرحه ژر تر ژره ودروي، ګنې افغانستان به د رسنیو په برخه کې ستر لاسته راوړنه له لاسه ورکړي.
رسنۍ دغه غبرګون پر داسې مهال څرګندوي چې د حکومت له خوا د رسنیو د قانون نوې طرحه چمتو شوې او ټاکل شوې چې مشرانو جرګې ته د تصویب لپاره ولېږل شي.
خو رسنۍ، د رسنیو ملاتړي بنسټونه او د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه څرګندوي چې یاده طرحه د رسنیو ازادۍ ته زیان رسوي.