دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۷ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۰۳
د مطلب کود : 212216
د افغانستان د سولي په چارو کي د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د افغانستان د سولي لوبه د سره کړې ده. ښاغلي خليلزاد د سولي تر ۱۱ پړاوه خبرو اترو وروسته له طالبانو سره د سولي تړون لاسليک کړ. د دغه تړون يوه ماده دا وه چي طالبان به له حکومت سره د سولي خبري اتري چي دوی يې بين الافغاني مذاکرات بولي، پيلوي. ويل کېږي د دغو خبرو د پيل له پاره موده هم خورا کمه ټاکل سوې وه. د سولي د تړون بل اړخ دا و چي طالبان به تاوتريخوالی کموي او حکومت به بيا د طالبانو بنديان ايله کوي. حکومت بنديان ايله کړل، تمه دا وه چي د سولي بين الافغاني مذاکرات به شروع کېږي او د سولي پروسه به اصلي پړاو ته داخلېږي. حتی داسي ويل کېدل چي ښايي ولسمشر غني د نوي کابينې غړي تر هغو و نه ټاکي، څو له طالبانو سره د سولي د خبرو اترو نتيجه معلومه سوې نه وي.

که په عامه اصطلاح ووايو، لوبه تقريباً پای ته رسېدلې وه، ځکه د افغانستان د جګړې د اصلي لوريو (طالبانو او امريکايانو) تر منځ تړون لاسليک سو. د خلکو تمه دا وه چي خليلزاد به د بين الافغاني خبرو اترو د پيل له پاره د زمينې مساعدولو هڅي زياتوي او د سفرو داسي لړۍ به پيلوي لکه د طالبانو او امريکايانو تر منځ د تړون په نيت چي يې کوله، خو د تمي خلاف داسي و نه سوه. خليلزاد بيا پاکستان د سولي د سفرونو لړۍ پيل کړه، خو ډېر زور د پاکستان خوا ته وهي. داسي ښکاري چي لوبه نه يوازي ختم ته نژدې سوې نه ده، بلکي حتی سمه پيل سوې هم نه ده. داسي ښکاري چي خليلزاد تر اوسه آن له پاکستان سره لا د افغان سولي پروسه نهائي کړې نه ده. داسي ښکاري چي پاکستان لا هم د بين الافغاني مذاکراتو په اړه خپله پرېکړه نهائي کړې نه ده. کابل کي د پاکستان د پوځ د مشر له سفر او له ولسمشر غني سره د هغه د کتني د ځينو جزئياتو له رسنيز کېدو هم داسي برېښي چي پاکستان په دې اړه ملاحظه لري او دا ملاحظه په حقيقت کي د افغان سولي پروسې عملي پړاو ته د داخلېدو خنډ ګرځېدلې ده. خليلزاد که رښتيا په دې باور درلود چي پاکستان د افغانستان په سوله کي مهم رول لري؛ په ځانګړي ډول په بين الافغاني مذاکراتو کي، نو په کار وه چي د دوحې پر ځای يې اسلام آباد ته سفرونه کړي وای او هلته يې د پاکستان له حکومت سره تفصيلي خبري اتري کړي وای، هر څه يې ورسره معلوم کړي وای. د اسلام آباد د وروستي دريځ او موافقې تر اخيستلو وروسته يې د افغانستان د سولي نقشه جوړه کړې وای او تر هغه وروسته يې د پلان مطابق له طالبانو سره د سولي خبري اتري پيل کړي وای، له طالبانو سره يې د سولي موافقې تر نهائي کېدا وروسته يې د بين الافغاني مذاکراتو غم خوړلی وای او په دې توګه يې تدريجاً د افغانستان د سولي پروسه په مرحله وار ډول پای ته رسولې وای. که داسي سوي وای، نو اوس به دا پروسه په نيمايي کي له خنډ سره نه مخ کېدلای. اوس خو داسي ښکاري چي خليلزاد چي د افغانستان د سولي په تړاو څومره هڅي کړي، ټولي تقريباً له موقتي هيلو زېږولو پرته بل ثمر نه لري. په عمل کي آن د طالبانو او امريکايانو تر منځ هم سوله نه ده سوې، په داسي حال کي چي د خلکو تمه دا وه چي د سولي روانه پروسه به د دې لامل سي چي په افغانستان کي دا رواني جګړې ته چي شلم کال ته سبا و سبا داخلېږي، د پای ټکی کښېږدي.
د سولي پروسې له اوږدېدا داسي جوتېږي چي د سولي پروسه مديريت د امريکا د اوسني حکومت تر وس وتلې ده. دا پروسه راتلونکي حکومت ته په ميراث پاتېږي. دا پروسه پسې اوږدېږي، ځکه د امريکا د اوسني حکومت او په ځانګړي ډول خليلزاد د ماموريت موده پای ته نژدې کېدونکې ده. ډېر احتمال لري چي د امريکا راتلونکی حکومت د افغانستان د سولي په تړاو نسبتاً متفاوت ليدلوری ولري. ټول شواهد او مدارک د دې ښکارندويي کوي چي د افغانستان د سولي پروسې برخليک په نژدې راتلونکي کي نه معلومېږي، ځکه خليلزاد له پاکستان سره خبري کوي، تر هغه وروسته ممکن پلان دا وي چي بين الافغاني مذاکرات پيل سي، که بين الافغاني مذاکرات پيل سي، نو پرته له شکه چي دا پروسه لکه د طالبانو او امريکايانو خبرو اترو چي نژدې دوه کاله وخت ونياوه، دا به هم وخت ونيسي او په دې توګه ممکن په نژدې راتلونکي کي افغانان د سولي شاهدان و نه اوسي.
څه کول په کار دي؟
په کار دا ده چي د افغان سولي په برخه کي د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خليلزاد د خپل ماموريت د يو حاصل غم وخوري. حاصل يې دا دی چي دی دي د سولي پروسې نقشه يو وار جوړه کړي، چي معلومه سي له کومه ځايه پيلېږي او پر کوم ځای پای ته رسېږي، کله پيلېږي او کله ختمېږي. په اوسني ډول پروسو نه يوازي په افغانستان کي سوله نه راځي، بلکي لويه ستونزه دا ده چي د سولي پر پروسو نړيوال اعتبار له منځه ځي او دا هغه څه دي چي د افغانستان د سولي پروسې ته تاوان کوي. خليلزاد که د سولي پروسه د برياليتوب تر منزله نه سي رسولای، دومره دي وکړي چي د سولي پروسې له پاره يوه هراړخيزه، جامع او د ټولو احتمالي ننګونو پېشبيني کوونکې طرحه دي جوړه کړي او د هغې مطابق دي د سولي پروسه تر هغه چي دی وي، پر مخ يوسي.
که په اوسني شکل دوام وکړي چي يو وار پروسه ختمه سي او بيا پيل سي، او له ټولو ښکېلو خواوو سره د خبرو اترو متوازنتيا په پام کي و نه نيول سي، شونې نه ده چي د افغان سولي پروسه پای ته ورسېږي.
د افغان سولي پروسه ځکه بريا ته اړتيا لري چي په افغانستان کي د امريکا ښکېلتيا شل کلنۍ ته نژدې کېږي او دا د دې خطر زياتوي چي يوه ورځ به امريکا ناببره له افغانستانه ووځي او نه پېشبيني کېدونکی ناورين به رامنځ ته سي.
https://avapress.com/vdcjv8e8muqev8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته