کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امریکايي سناتوران افغانستان ته مرستو بندون په تړاو پنټاګون پوښتي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 27 جوزا 1399 ساعت 12:32

امریکايي سناتوران له پنټاګونه پر افغانستان د یومیلیارډ ډالرو د مرستو بندیولو په تړاو مالوماتو غوښتنه کړې ده.


دوو امریکايي سناتورانو غوښتنه کړې چې د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزیر، مارک اسپر دې افغانستان سره د یو میلیارد ډالرو مرستې بندېدو څرنګوالي په اړه سپیناوی وکړي.
ډموکراټ سناټور او د امریکا د سنا جرګې د تسلیجاتو خدماتو کمېټې غړي، جکریټ  او د یادې جرګې د بهرنیو چارو کمېټه کې د ډموکراټانو استازي، رابرټ منندز له مارک اسپر نه په یو لیک کې غوښتي باید د دې پوښتونې ته ځواب وویل شي دا چې ټرمپ ویلي وو پر افغانستان به د یو میلیارډه ډالرو مرسته بنده کړي، ایا دا مرستې بندې شوې دي او که نه؟
د لیک یوه برخه کې لیکل شوي چې که دا مرسته بنده شي، افغانستان کې د امریکا پوځي حضور باندې منفي اغېز کوي.
اوس نو د امریکا دفاع وزیر باید په لسو ورځو کې دغه لیک ته ځواب ووایي.
نږدې درې میاشتې مخکې د ولسمشر غني او د مصالحې عالي شورا مشر، عبدالله عبدالله ترمنځ د ټاکنو پایلو پرسر د راپورته شوي اختلاف له کبله امریکا متحده ایالاتو ویلي چې پر افغانستان به خپلې یو میلیارډ ډالره مرسته بنده کړي.
خو اوس کابو یوه میاشت کېږي چې د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ اختلافونه پایته رسېدلي دي.


د مطلب کود: 212230

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/212230/امریکايي-سناتوران-افغانستان-ته-مرستو-بندون-په-تړاو-پنټاګون-پوښتي

آوا
  https://www.avapress.com