دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۹ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۳۳
د مطلب کود : 212415
صدیقي: طالبان دې حکومتي اسیران خوشې کړي
افغان حکومت وايي چې تر اوسه څه باندې ۳۰۰۰ طالب بندیان د افغانستان له محابسو څخه خوشې شوي او د ۲۰۰۰ نورو بندیانو د خوشې کولو په برخه کې هم پرمختګونه شوي دي.

د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي د پنجشنبې په ورځ د جون په ۱۸مه (غبرګولي ۲۹) خبریالانو ته وویل چې د طالب بندیانو له خوشې کولو څخه د افغان حکومت هدف ژر تر ژره د مخامخ بین‌الافغاني خبرو پیلېدل دي.

ښاغلي صدیقي زیاته کړه چې د پاتې طالب بندیانو د خوشې کولو په تړاو کار دوام لري: "د خوشې شویو طالب بندیانو شمېر زیات شوی دی او زموږ تمه دا ده چې د افغانستان د دولت اسیران چې له طالبانو سره دي هغوی هم خوشې شي او لاړ شو بل پړاو ته چې د مخامخ خبرو پیل دی".

طالبانو د بندیانو د خوشې کولو د پروسې له پیل راهیسې تر اوسه د افغان حکومت شاوخوا ۵۰۰ اسیران خوشې کړي دي.
د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند دغه راز د طالبانو له خوا د پام وړ تاوتریخوالي کچې پر راټیټولو او ساتنې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې طالبان دې هم د افغان حکومت په شان د مخامخ خبرو د پیل لپاره اغیزمن ګامونه پورته کړي.

تیره ورځ د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وویل چې طالبانو تر اوسه د سولې د مخامخ خبرو د پیل لپاره عملي ګامونه نه دي اخیستي.

ښاغلي صدیقي د ناټو د عمومي منشي له دغو څرګندو څخه په هرکلي وویل چې د سولې د ټينګښت لپاره افغان حکومت له خپلو نړیوالو همکارانو سره په ګډه کار کوي.

د جمهوري ریاست ویاند له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو د وتلو په اړه وویل چې د سولې له ټينګېدو وروسته به په دې برخه کې بحث وشي.

هغه زیاته کړه: "د ناټو ژمنه چې تیره ورځ د ناټو د سرمنشي له خوا د دفاع وزیرانو په غونډه کې وشوه دا ده چې دوی افغان سولې ته ژمن دي. هغوی غواړي چې په افغانستان کې سوله ټینګه شي او د سولې تر راتلو پورې به دا مشارکت همداسې پاتې او دوام وکړي".

ناټو ویلي چې له افغان سولې څخه د ملاتړ لپاره په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د پاتې کېدو څرنګوالی تنظیموي او په دې تړاو د دغه سازمان له متحدینو سره په ګډه تصمیم نیسي.

د ناټو د عمومي منشي په وینا د امریکا-طالبانو ترمنځ د سولې له تړون وروسته په افغانستان کې د دغه سازمان د سرتیرو شمېر له ۱۶زرو څخه ۱۲زرو ته راټیټ شوی دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdca6unum49n6y1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته