دخپریدو نیټه :جمعه ۳۰ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۰۶
د مطلب کود : 212432
محصلین د انلاین زده کړو پر بهیر نیوکې کوي
افغان حکومت هېواد ته د کورونا ویروس په راتګ او خپرېدو د مخنیوي په هدف له څه باندې درې میاشتو راهیسې په ټول هېواد کې د تعلیمي بنسټونو د تړل کېدو امر وکړ.
حکومت له لوړو زده کړو وزارت وغوښتل چې د پوهنتونونو محصلینو ته دې په انلاین ډول د زده کړو بهیر پیل کړي، څو محصلین وکولای شي خپل درسونه تعقیب کړي.
خو په ننګرهار کې د پوهنتون زدکړیالان د لوړو زده کړو وزارت له لوري په انلاین زده کړو نیوکه کوي او وایي، په هېواد کې د انټرنېټ له لوړو بیو، خراب کیفیت او په لرې پرتو ولسوالیو کې انټرنیټ ته د نه لاسرسي له امله نشي کولای چې په انلاین ډول زده کړې وکړي.
«ډیر محصلین دي چې د انترنیت د پیسو د ورکړې وس هم نه لري بلې خوا مخابراتي شبکې هم مصرف ډیر کوي چې له امله یې دوی نشي کولای په انلاین ډول زده کړې وکړي.»
زده کړیالان وایي، د پوهنتونو په تړل کیدو سره زیات شمیر محصلینو خپلو زده کړو ته شا کړې او خپل وخت په لوبو او په نورو بیځایه کارونو تیروي.
دوی اندیښنه لري که د کورونا له امله د تعلیمي بنسټونو بندښت همداسې دوام وکړي امکان شته چې ورسره په ټولنه کې د بې سوادۍ کچه لوړه شي.
«پخوا په شان مطالعه نشو کولای لامل یې همدا دی چې پوهنتونونه بند دی او محصلین په بیځایه کارونو خپل وخت تیروي کتابونه نه ګوري نو که پوهنتونونه همداسې تړلي وي ویره مو ده چې بې سوادي به زیاته شي.»
په همدې حال کې ختيځ کې د خصوصي پوهنتونو د اتحادې اجرائیه مسول عبدالبصیر سباوون هم مني چې تعلیمي ادارو په هغه شان چې لازمه وه محصلینو ته یې د زده کړو اسانتیاوې نه دي برابرې کړي.
نوموړی وایي، د انترنیت د بیو لوړوالی او د خراب کیفیت ستونزې یې د لوړو زده کړو وزارت سره په همغږۍ له مخابراتو او معالوماتي تکنالوژۍ له وزارت سره شریکې کړي خو تراوسه یې عملي اقدام نه دی کړی.
هغه هیله مند دی چې حکومت به په نږدې راتلوونکي کې د پوهنتونونو د پرانیستل کیدو په اړه پریکړه وکړي.
«افغانستان کې د انترنیت بیه لوړه ده مونږ دا ستونزه شریکه کړې خو مخابراتو وزارت وعدې کوي خو تراوسه یې دې برخه کې عملي اقدام نه دی کړی.»
حکومت کابو درې میاشتې وړاندې د کورونا ویروس د خپریدو د مخنیوي په موخه ټولې خصوصي او دولتي تعلیمي ادارې وتړلې چې له امله یې ښوونیز بهیر ټکنی شو.
https://avapress.com/vdcjt8e88uqevxz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته