دخپریدو نیټه :شنبه ۳۱ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۵۷
د مطلب کود : 212489
م. م ته هند کې د افغان پناغوښتونکو لیک؛ د جنګ‍ي اسیرانو په څېر ژوند کوو
نن (جون ۲۰مه) د پناه غوښتونکو یا کډوالو نړیواله ورځ ده. په هند کې افغان پناه غوښتونکو په لیکلي بڼه د ملګرملتونو له سرمنشي او اروپايي ټولنې غوښتي چې د هغوی د پناه ورکړې د منلو په اړه اقدام وکړي. دوي په دغه غوښتنلیک کې له ناوړه اقتصادي وضعیت او له زده‌کړو د خپلو ماشومانو د لیرې والي یادونه کړې. دوي وايي ژوند یې د جنګي اسیرانو په څېر دی.
په هند کې میشت افغان مهاجر وايي له کلونو را په دې‌ خوا د هغه هېواد په لویدیځ کې اوسېږي. دغه کډوال په امریکا، اروپا او اسټرلیا کې د کډوالو د منلو په سیاست کې له بدلون وروسته اوس هغه هېواد کې بې برخلیکه پراته دي.
د هند نوي ډیلي ښار کې یو شمېر افغان پناه غوښتونکو په یوه اعتراضي غونډه کې خپل نامعلوم برخلیک ته د پام وراوښتو غوښتنه وکړه او د خپل ناوړه اقتصادي او بې برخلیکه وضعیته شکایت کوي. دوی د ملګرو ملتونو له سرمنشي غوښتي چې ستونزو او غوښتنو ته یې پام وکړي.
اعتراض کوونکو په سپینو پاڼو لیکلي و، "زموږ جرم څه دی، تر څو به بې برخلیکه یو؟"
https://avapress.com/vdcbw5b59rhb8ap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته