دخپریدو نیټه :شنبه ۳۱ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۱۲
د مطلب کود : 212496
د بلخ بزګران؛ حاصلات مو ډېر شوي، خو پنځه ځایه باج ورکوو
د بلخ ولایت د کرنې او مالدارۍ اداره وايي سږ کال په دې ولایت کې د ښو او په وخت ورښتونو سره د کرنې او مېوو حاصلات ډېر شوي او د وړاندوینې له مخې د موسمي مېوو په حاصلاتو کې ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی. بزګران وايي، که له یوه پلوه یې حاصلات ډېر شوي بلخوا د دوی د کورني اقتصاد په برخه کې څه بدلون نه دی راغلی. د بزګرانو په خبره، د ځمکې له سر نه تر مارکېټه پورې باج اخیستل د دوی ګټه کموي او که باج اخیستونکو ته پيسې ورنه کړي تازه مېوې به یې له منځه لاړې شي.
 
رمضان سږ کال د مزار شریف لوېدیځ لوري چاربولک ولسوالۍ کې په پنځوس جریبه ځمکه کې خټکي او هندواڼې کرلې چې د تېرو کلونو په پرتله یې سږ کال حاصلات ښه دي، نوموړی وایي هر ځل د مزار د مېوو ترمارکېټه پنځه ځایه ناقانونه پیسې ورکوي.
رومیان او بینډۍ د مزار شریف له مشهورو ترکاریو دي او له موسمي مېوو الو، شفتالو، زردالو څخه نیولې تر خټکیو، هندواڼو او لوبلايي خټکیو پورې په هېواد کې ځانګړی ځای او نوم لري.
په دې ولایت کې سږ کال حاصلات ډېر دي خو بزګرانو لپاره د خوښۍ خبر هم نشته، ځکه دوی باید د ګټې پیسې څو ځایه ووېشي.
https://avapress.com/vdcjh8e8muqevxz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته