دخپریدو نیټه :شنبه ۳۱ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۴۵
د مطلب کود : 212508
غضنفر ګروپ مزار کې پر ګازي برښنا پروژه ۸۹ میلیونه پانګونه کوي
د غضنفر ګروپ شرکت د مزارشریف ګازي برښنا په پروژه ۸۹ میلیون ډالره پانګونه کوي.


د مالیې وزارت ویاند شمرور مسجدی وایي، د غضنفر ګروپ شرکت د له نړیوالې مالي مؤسسې سره، چې د نړیوال بانک له زېر مجموعې څخه ده د ۶۰ میلیون ډالرو په ارزښت پور اخیستو هوکړه لیک نن لاسلیک کړ.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل، چې د پور اخیستنې هوکړه لیک لاسلیکولو موخه د خپلواکې انرژۍ پروژې په بڼه د مزارشریف په ګازي برښنا د ۸۹ میلیونه امریکایي ډالرو پانګونه ده.

له دې ډلې پاتې ۲۹ میلیونه امریکایي ډالره به له شریکانو سره په ګډه د غضنفر ګروپ ورکوي.

یاده پروژه د عامه او خصوصي مشارکت له لارې پلې کېږي او مالیې وزارت یې د تضمین کوونکي رول په غاړه لري.

د یادې پروژې ټولیز ظرفیت ۵۹ میګاواټه ده، چې په هېواد کې د ۳۰ سلنه برښنا تولید زیاتېدو سبب ګرځي او تولید شوې انرژي به په بلخ، کابل او ننګرهار ولایتونو کې ووېشل شي.

د یادونې وړده، چې د تخنیکي قرارداد له مخې به تولید شوې برښنا د افغانستان برښنا په شرکت پلورل کېږي او نوموړی شرکت به یې خلکو ته ور ويشي.

ټاکل شوې ده، چې یاده پروژه د ۲۰۲۲ کال په منځنیو کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdzx0xjyt0fk6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته