غور ولايت کې له ۶۷ زره جريبو څخه زيات څړځايونه سروې او ثبت شوي.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د څړځايونو د سروې، نښې او ثبت پروژې له لارې په غور ولايت کې ۶۷۲۹۱ جريبه د څړځايونو ځمکه ثبت کړه.
یاد وزارت ویلي؛ دا څړځايونه په ۱۰ قطعو کې د غور ولايت په مرکز او ولسواليو کې موقعيت لري.
د ځمکوالۍ چارو د تنظيم قانون د ۱۴ مادې لهمخې له څړځايونو څخه د موثرې استفادې لپاره د هغوی تثبيت او ثبت د ښار جوړولو او ځمکو وزارت مسووليت دی.