کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

طورخم، سپین بولدک او غلام خان کې د افغان مهاجرینو، تجارانو او مسافرو ستونزې

1 سرطان 1399 ساعت 18:23



د افغانستان د اسلامي امارت سیاسي مرستیال او د سیاسي دفتر مشر محترم ملا برادر آخند، د افغانستان لپاره د پاکستان خاص استازي محمد صادق سره چې دوحې ته راغلی و، ولیدل.
له نوموړي سره یې په طورخم، سپین بولدک او غلام خان کې د افغان مهاجرینو، تجارانو او مسافرو ستونزې شریکې کړې،او د سهولتونو د رامنځته کیدو غوښتنه یې وکړه. همداراز د راتلونکو بین الافغاني مذاکراتو او په افغانستان کې د سولې په  اړه هم خبرې وشوې، افغانستان ته د سولې او امن راتلل د دواړو ملتونو او هیوادونو په ګټه وبلل شول.


د مطلب کود: 212564

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/212564/طورخم-سپین-بولدک-او-غلام-خان-کې-د-افغان-مهاجرینو-تجارانو-مسافرو-ستونزې

آوا
  https://www.avapress.com