دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۱۹
د مطلب کود : 212609
امنیتي چارواکي: د بلخ په چاربولک کې ۲ طالبان وژل شوي
شاهین قول اردود بلخ ولایت په چاربولک ولسوالۍ کې له افغان ځواکونو سره په جګړه کې د ۲ طالبانو د وژل کېدو او ۳ نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي.
۲۰۹ شاهین قول اردو په یوه بیان کې چې نن سهار خپور شو وايي چې د وسله‌والو طالبانو یوې لویې ډلې تېره شپه ناوخته د چاربولک ولسوالۍ د بر تیمورک سیمې پر پوستې حمله وکړه خو افغان ځواکونو شنډه کړه.
په بیان کې یادونه شوې چې په دې جګړه کې افغان ځواکونو ته زیان نه‌دی اوښتی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfx0d01w6dyva.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته