کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ناټو ملکي سفير:

يو شمېر زندانيان شته چې بايد له زندانونو ونه ايستل شي

2 سرطان 1399 ساعت 8:23

افغانستان کې د ناټو ملکي سفير، سټيفانو پونته‌کوروو که څه هم د دواړو خواوو د زندانيانو خوشې کيدل بين الافغاني خبرو لپاره ګټور بولي، خو زياتوي يو شمير زندانيان چې په تير کې يې زيات ګواښونه رامنځته کړي او يا د ځينو لويو موضوع ګانو له امله، نبايد له زندانونو وويستل شي.
هغه د زندانيانو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: "داسې بهيرونو کې ځيني حقوقي او تخنيکي ستونزې شته چې د وړاندليدنې وړ هم دي. داسې بنديان شته چې د ځينو لويو موضوع ګانو له امله يا د هغو ګواښونو له امله چې دوى پخوا رامنځته کړي، بايد له زندانونو ازاد نشي. دا يو روان بهير دى او زه نشم کولى چې پر جزياتو يې خپرې وکړم."



خو بيا همټينګار لري چې د زندانيانو تبادله هغه لاره ده چې بايد د بين الافغاني خبرو لپاره لنډه شي.
بله خوا، د افغانستان حکومت او خلک بيا پر دې انديښمن دى چې داسې نه چې د بنديانو له خوشې کيدو د سولې له هوکړې وروسته د طالبانو ځيني ناراض غړي او د حقاني شبکه خپلو بريدونو ته دوام ورکړي.
د ناټو ملکي سفير ددې انديښنې په ځواب کې وويل چې طالبان به د داعش خراسان څانګې پر وړاندې وجنګيږي.
هغه وويل: "داعش په لومړي قدم کې افغانستان او بيا سيمې او نړۍ ته ګواښ دى. طالبان به داعش او د دغې ډلې حراسان څانګې سره وجنګيږي. په ياد ولرو چې موږ شل کاله پخوا ددې لپاره افغانستان ته راغلو چې دغه هيواد د نړيوالو ترهګرو پلټفارم ونه وسي. زه باور لرم چې د افغانستان دولت او طالبان پر دغې اړينې موضوع باندې پوهيږي او دواړه خواوې به هيواد کې د سولې راوستو کې ونډه اخلي."
د طالبانو او امريکا ترمنځ د سولې له هوکړې وروسته تمه وه چې افغانستان کې به د تاوتريخوالي کچه کمه شي، خو ښکاري چې دغې هوکړې د افغانانو پر ژوند کوم مثبت اغيز نه دى کړى. سټيفين په دې اړه وويل که څه هم افغانستان کې د تاوتريخوالي کچه د منلو نه ده، خو دا چې طالبانو د بهرنيانو پر اډو او د ښارونو پر مرکزونو بريدونه نه دي کړي، د طالبانو او امريکا تړون روح ته زيان نه دى رسيدلى.
هغه وويل: "د طالبانو او امريکا د هوکړې روح ته احترام شوى او پر ايتلافي ځواکونو او د ښارونو مرکزونو باندې بريدونه نه دي شوي، خو د تاوترخوالي کچه په بشپړه توګه د هغه څه خلاف ده چې بايد د دواړو خواوو ترمنځ باور جوړونې لپاره وشي. طالبان بايد د تاوتريخوالي کچه کمه کړي، دومره چې د افغانستان د خلکو پر ژوند اغيز وکړي."
د ناټو ملکي استازي همداشان د افغان ۍامنيتي ځواکونو ستاينه هم وکړه ويې ويل چې د همدغو ځواکونو د فشارونو وجه وه چې طالبان خبرو ته حاضر شول.
هغه د افغانستان په داخلي چارو کې د ګاونډيو هيوادونو د لاسوهنې ختميدو باندې هم ټينګار وکړ.
د ده په خبره افغانستان کې سوله او ثبات د سيمې د ټولو هيوادونو په ګټه دي.
هغه په پاى کې زياته کړه چې ناټو د افغانستان وضع څاري او دا هيواد به په يو وار خوشې نه کړي.
 


د مطلب کود: 212638

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/212638/يو-شمېر-زندانيان-شته-چې-بايد-له-زندانونو-ونه-ايستل-شي

آوا
  https://www.avapress.com