دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۰۸
د مطلب کود : 212650
د ملګرو ملتونو استازې په قطر کې له طالبانو سره پر سوله غږېدلې
د سهیل شاهین په خبره، دواړو لورو په یاده ناسته کې د پاتې بندیانو پر خلاصون او د بین الافغاني مذاکراتو د پیل په تړاو خبرې وکړې.
ملګرو ملتونو هم د طالبانو او مېرمن لاینز لیدنه تایید کړې ده. د یوناما پر رسمي ټویټرپاڼه لیکل شوي، مېرمن لاینز له ملا عبدالغني برادر سره په یاده ناسته کې په افغانستان کې د سولې پر اړتیا خبرې کړې دي.
د یادولو وړ ده چې دا د یونما د مشرې په توګه د دیبورا لاینز تر ټاکل کېدو وروسته لومړی ځل دی چې هغه له طالبانو سره پر افغان سوله مخامخ خبرې کوي.
دواړه لوري پر داسې مهال په هېواد کې د سولې پر اړتیا غږېږي، چې ټاکل شوې ډېر ژر بین الافغاني خبرې پیل شي. افغان حکومت وایي، دوی پلاوی ټاکلی او د بندیانو تر خوشي کېدو وروسته به له طالبانو سره د مخامخ خبرو بهیر پیل کړي.
https://avapress.com/vdcbs5b5grhb80p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته