دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۱۸
د مطلب کود : 212661
نن رسماً پاکستان ته د افغان صادراتو لړۍ پيلیږي
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤلین وایي، ټاکل شوې نن له افغانستان څخه پاکستان ته د صادراتو لړۍ رسماً پيل شي.
د سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزي نن دوشنبه جون۲۲(چنګاښ۲) امریکا غږ ته وویل چې نن به د یو خاص میکانیزم له مخې پاکستان ته د افغان مالونو د انتقال اجازه ورکړل شي.
نوموړي زیاته کړه: "اوس به د غلام خان بندر، بولدک او تورخم بندر به په اونۍ کې د وارداتو او صادراتو لپاره شپږ ورځې خلاص وي. افغاني مالونو ته به د یو خاص میکانیزم له مخې اجازه ورکول کیږي چې هغه پاکستان ته تیر شي.نن رسماً دغه لړۍ پیلیږي. او په بندرونو کې تدابیر نیول کیږي او ان شاءالله پیلیږي."
ښاغلي الکوزي وویل چې د تیرو شااوخوا څلورو میاشتو راپدېخوا پاکستان ته د افغان صادارتو لړۍ بنده شوې وه.
د افغان سوداګرو په وینا په دغه مواده کې د صاداراتو او واریداتو د بهیر ټکني کېدو له امله د دواړو خواو سوداګرو ته لوی اقتصادي زیانونه اوښتې دي.
بلخوا د ننګرهار سیمه ییزو چارواکو هم نن دوشنبه له یاد ولایت څخه پاکستان ته د افغان صادراتو د لړۍ پیلېدو خبر وکری دی.
د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي په دې اړه پر خپل فېسبوک پاڼه لیکلي:"نن لس بجې به رسماً ننګرهار څخه د تورخم له لارې کوزې پښتونخوا او پاکستان ته صادرات پيل شي."
 
ښاغلي خوګیاڼي ویلي چې د تورخم دروازه به د صاداراتو او وارداتو لپاره دوه طرفه خلاصه وي.
په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر عاطف مشعل تیره اونۍ وویل چې ټاکل شوې بله اونۍ به د تورخم، سپین بولدک – چمن او غلام خان د بندرونو له لارې پاکستان ته د افغان سوداګرو د مالونو صادرات پیل شي.
پاکستان د روان ۲۰۲۰ میلادي کال د مارچ د میاشتې په سر کې لومړی د چمن – سپین بولدک او بیا د مارچ په نیمايي کې د تورخم بندر د کرونا ویروس د وبا د خپریدو د مخنیوي د هڅو په لړ کې وتړل.
که څه هم له نږدې دوو میاشتو راهیسې پاکستان د تورخم او چمن – سپین بولدک بندرونه افغانستان ته د ترانزیتي مالونو د وارداتو پرمخ پرانیستي، خو په تیرو شاوخوا دریو میاشتو کې د افغانستان څخه پاکستان ته هر ډول صادرات بند شوي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcd9x0xfyt0f96.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته