دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۴۲
د مطلب کود : 212671
پنځو ولایتنو کې ۱۳ تنه د بیلابیلو جرمونو په تړاو ونیول شول
د هېواد په پنځو ولایتونو کې ۱۳ تنه د قتل، وسله والو غلاو او د غیرقانوني وسلو لېږدونې په تړاو ونیول شول د کورنیو چارو وزارت وایي، د فراه، جوزجان، فاریاب، خوست او تخار ولایتونو د امنیه قوماندانیو منسوبینو د یادو ولایتونو په اړوند سیمو کې د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې ۱۳ تنه د قتل، وسله والو غلاو او د غیرقانوني وسلو د لېږدونې په تور نیولي دي.

زمونژ خبریال وايي، د یادو کسانو له منځه په فراه ښار کې څلور تنه د وسایطو او عامه مالونو د غلا، د جوزجان ولایت په شبرغان ښار کې څلور تنه د هټیو د غلا، د فاریاب ولایت په دولت اباد ولسوالۍ کې دوه تنه د یوې کورنۍ د څو غړو د قتل، د خوست ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې هم دوه تنه د وسله والو غلاو او همدارنګه یو نامسووله وسله وال هم په تخار ولایت کې نیول شوي دي.
https://avapress.com/vdcefw8wzjh8zpi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته