دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۴۳
د مطلب کود : 212672
ننګرهار پوهنتون کې په انلاين بڼه د مقالو لیکلو سيالي تر سره شوه
ننګرهار پوهنتون کې سولې مرکز له لوري د (سولې ټولنيز اتلان) تر سرليک لاندې د هېواد بېلابېلو پوهنتونو محصلينو په انلاين بڼه د مقالو ليکلو او لوستلو سيالي وکړه. د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د محصلينو په منځ کې د مثبت رقابت او سالمې بوختيا د شتون پر ارزښت خبرې وکړې او ياده چاره يې د دوى په ذهني وده او ظرفیت لوړونه کې اغېزمنه وبلله.


د ننګرهار پوهنتون سولې مرکز مشر پوهنمل نعیم جان سروري وویل، چې دغه مقالې د هغو شخصیتونو په اړه لیکل شوي، چې د ټولنیزې سولې د ټینګښت په برخه کې یې فعال رول لوبولی، نوموړي زياته کړه د مقالو له منځه ۱۶ څېړنیزې مقالې د سیالۍ لپاره ټاکل شوي، چې د درې کسیز ژوري هیئت له خوا به ترې پنځه غوره مقالې انتخاب شي.

د پروګرام په وروستۍ برخه کې محصلينو له لوري مقالې ولوستل شوې، چې د ژوري هیئت له خوا د خدیجې عزیزي، عزت الله منصف، عبدالمنان مومند، سید مشفق الرحمن او هجرت الله علي خېل مقالې د غوره مقالو په توګه انتخاب شوې، چې د سولې مرکز د مسؤلینو په وینا، په نږدې راتلونکې کې به تقدیر او ټاکل شوي جوایز به ورکړل شي.
 
https://avapress.com/vdcfe0d00w6dyva.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته