دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۴۷
د مطلب کود : 212675
معارف په وارداتي سيسټمونو نه جوړېږي
د پوهني وزارت سرپرسته او نومانده وايي، پخواني او وارداتي سيسټمونه او ذهنيتونه د معارف د جوړولو او افغان ماشوم د روزلو له پاره نه يوازي کار نه کوي، بلکي د جوړېدو خنډ يې دي. مېرمن رنګينې حميدي د خپل کار په لومړۍ ورځ په يوه وينا کي وويل چي د معارف په اړه د معارف د ټيم، والدينو، زده کوونکو او ټولني د ذهنيتونو بنيادي تغيير ته اړتيا ده.

آغلي حميدي وويل، د دغي اړتيا پوره کول، د بهرنيانو پر کمکونو د پوهني وزارت د تکيې کمول او د معارف د سکټور له پاره د افغانستان له واقعيتونو، شرائطو او اړتياوو سره سم پلان، پاليسي او سيسټم جوړول يې له اساسي لومړيتوبونو څخه دي.

مېرمن حميدي، د هيواد له ولسمشر څخه مننه وکړه چي پر دې يې اعتماد او اعتبار وکړ او دا مهمه دنده يې ورته وسپارله.

دې دغه راز د لوی خدای (ج) دربار ته لاسونه لپه کړل چي په سمه او عادلانه توګه د دغي مهمي دندي د تر سره کولو توان او توفيق ورکړي.

هغې د ګډ کار پر اړتيا په ټينګار سره زياته کړه: ((زه يوازي يم او په يوازي سر هيڅ نه کېږي. زه به هڅه وکړم د پوهني جليله وزارت د ټول کاري ټيم په ملتيا او مرسته د هيواد تعليمي سکټور ته کار وکړم.))

د پوهني وزارت سرپرستي د ولسمشر غني د خبري په تائيد وويل، که يوه هلک ته تعليم ورکول کېږي، نو هغه د يوه نسل د روزني لامل ګرځي، خو که يوې نجلۍ ته تعليم ورکول کېږي، معنی يې دا ده چي اوله نسله روزل کېږي.

رنګينې حميدي وويل، د اولاد روزنه پر والدينو او حکومت د اولاد حق دی، په کار ده چي نور تاوتريخوالي ته لمن و نه وهل سي، بلکي د افغان اولادونو د روزني له پاره زمينه برابره او کار وکړل سي.

هغې وويل، دا د يوې خور يا يوې مور په توګه وياړي او د افغانستان د ټولو خويندو له پاره دا د افتخار ځای بولي چي جمهور رئيس ورته دا دنده وسپارله او تعهد يې وکړ چي ان شاء الله دا دنده به د خپلو وروڼو او خويندو په همکاري په ښه توګه مخ ته وړي.

هغې زياته کړه: ((ما د پوهني وزارت مسؤليت د يوه لوی امانت په توګه منلی او په ټينګار وايم چي له دې امانت سره به خيانت نه کېږي.))

د پوهني وزارت سرپرستي دا هم وويل چي ښه به کوي او ښه به پرېږدي او ژمنه يې وکړه چي د ټولو اجرااتو اساس به يې عدالت وي.

رنګينې حميدي خپله وينا کي زياته کړه چي افغانان بايد د خپل راتلونکي نسل، خپلو نارينه او ښځينه اولادونو آينده په خپله جوړه کړي، ځکه دا کار نه امريکا ورته کوي او نه هم جاپان.

هغې په دې هکله د وضاحت په موخه زياته کړه: ((که موږ پر خپل اولاد چي لوی خدای (ج) راته تحفه راکړې او د هغوی روزنه يې زموږ وجيبه ګرځولې، زړه و نه سوځو، نو په کار ده چي خجالت وکړو.))

حميدي وويل، په دنيا کي د معارف مختلف سيسټمونه وجود لري او تر اوسه هيڅ داسي سيسټم نه سته چي په نړيواله کچه دي منل سوی او تر ټولو ښه بلل سوی وي.

هغې وويل، هر هيواد د خپلو واقعيتونو، شرائطو او ضرورتونو په پام کي نيولو سره د ځان له پاره د معارف يو سيسټم جوړ کړی دی.

مېرمن حميدي د خپلو خبرو په دوام وويل: ((زموږ هڅه به هم دا وي چي د افغانستان د معارف له پاره د هيواد د واقعيتونو، کلتور او نورو په پام کي نيولو سره يو پلان، ستراتيژي او سيسټم جوړ کړو، چي د افغان اولاد د روزني په برخه کي مثبته نتيجه ورکړي.))

د پوهني وزارت نوماندي وويل، که په کوم ملک کي د معارف يو سيسټم جوړ سوی وي او هلته يې ښه نتيجه ورکړې وي، د دې معنی دا نه ده چي موږ بايد هماغه سيسټم کټ مټ راکاپي کړو او په خپله ټولنه کي يې پېسټ کړو.
 
https://avapress.com/vdciyrarwt1azq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته