دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۲۳
د مطلب کود : 212680
د هلمند ولایت یو چارواکی وايي چې د افغان ځواکونو دوه قومندانان د دغه ولایت په نهرسراج ولسوالۍ کې د طالبانو په یوه برید کې وژل شوي او درې تنه نور افغان ځواکونه ټپیان دي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي چې په دغه برید کې د ۲۰۵ میوند قول اردو د ارکان رییس ډګروال محمد ظاهر او د سرحدي ځواکونو د رېیم کنډک قومندان لومړی بریدمن محمد جان خپلواک، په دغه برید کې وژل شوي دي.

د هغه په وینا، دغه نښته تېره شپه د هلمند ولایت د نهر سراج ولسوالۍ په جهانزیب کلي شوې ده.

هغه وویل چې په دغه پېښه کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

بلخوا طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
https://avapress.com/vdcevw8w7jh8zpi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته