د کابل امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز نن ( دوشنبې سرطان ۲ ) خامه پرس خبري آژانس ته وویل چې پېښه د بریکوټ سینما سیمه کې رامنځته شوې ده.
د نوموړي په وینا پېښې داسې مهال رامنځته شوې چې پولیسو د وسلوالو غلو د نیول کېدو هوډ درلود، خو کله چې پر غلو لار تنګه شوې پر پولیسو یې ډزې کړي چې یو پولیس وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.
د کابل امنیه قومندانۍ وايي، چې په تېره یوه اونۍ کې یې ۸۹ کسان د بېلا بېلو جنايي جرمنو په تور نیولي، چې ۲۳ هغه یې فراري مجرمین دي.
کابل ښار دې ورځو کې یو ځل بیا جنايي پېښو په سر اخیستی، چې د خلکو جدي اندېښنې یې خورې کړي دي.
غلاوې او وژنې هغه جرمونه دي چې د کابل ښاریانو ژوند یې تریخ کړی دی، او د ژوند د نورو ناخوالو ترڅنګ جنايي پېښو یې هم په زړونو کې ویره اچولې ده، داسې چې له ماښام وروسته او کله کله خو په رڼا ورځ کې لارو او کوڅو کې غلاوې او وژنې کېږي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)