کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

وسلوالو غلو کابل کې یو پولیس په ډزو وواژه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 2 سرطان 1399 ساعت 12:46

د کابل ولایت امنیتي مسؤلین وايي، چې وسلوالو غلو د کابل ښار دریمې حوزې اړوند دهمزنګ سیمه کې یو پولیس وژلی دی.


د کابل امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز نن ( دوشنبې سرطان ۲ ) خامه پرس خبري آژانس ته وویل چې پېښه د بریکوټ سینما سیمه کې رامنځته شوې ده.
د نوموړي په وینا پېښې داسې مهال رامنځته شوې چې پولیسو د وسلوالو غلو د نیول کېدو هوډ درلود، خو کله چې پر غلو لار تنګه شوې پر پولیسو یې ډزې کړي چې یو پولیس وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.
د کابل امنیه قومندانۍ وايي، چې په تېره یوه اونۍ کې یې ۸۹ کسان د بېلا بېلو جنايي جرمنو په تور نیولي، چې ۲۳ هغه یې فراري مجرمین دي.
کابل ښار دې ورځو کې یو ځل بیا جنايي پېښو په سر اخیستی، چې د خلکو جدي اندېښنې یې خورې کړي دي.
غلاوې او وژنې هغه جرمونه دي چې د کابل ښاریانو ژوند یې تریخ کړی دی، او د ژوند د نورو ناخوالو ترڅنګ جنايي پېښو یې هم په زړونو کې ویره اچولې ده، داسې چې له ماښام وروسته او کله کله خو په رڼا ورځ کې لارو او کوڅو کې غلاوې او وژنې کېږي.


د مطلب کود: 212683

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/212683/وسلوالو-غلو-کابل-کې-یو-پولیس-په-ډزو-وواژه

آوا
  https://www.avapress.com