د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په کچه د کرونا ویروس۵۹۸ مثبتې پېښې ثبت شوې دي او یاده موده کې هم ۱۲ تنه ناروغان مړه شوي دي.
له تازه ثبت شویو پېښو سره چې نن (دوشنبې د چنګاښ په ۲مه نېټه) خپرې شوې دي هېواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۲۹ زره او ۱۴۳ ته ورسید چې له ډلې یې ۱۹زره او ۷۰۴ یې فعالې دي.
همداراز د ټولو مړو شویو کسانو شمېر هم ۵۹۸ ته ورسید.
د عامې روغتیا وزارت وايي چې همداراز تېره شپه ورځ کې د کرونا ویروس ۷۷ تنه روغ شوي دي چې د ټولو روغو شویو کسانو شمېر هم ۸۸۴۱ ته ورسید.
تازه ثبت شوې پېښې د هېواد د ۱۶ ولایتونو دي چې ډېر شمېر یې کابل کې دي چې په ۱۶۶ پېښې ثبت شوې دي.
ترڅنګ یې ۳۷ کندهار، ۱ پکتیا، ۳ننګرهار، ۹تخار، ۵ بامیان، ۲۲ بغلان، ۲ لوګر، ۲۱ کندز، ۳ پروان، ۷ وردګو، ۹ هلمند، ۵ کنړ، ۱۱ بدخشان، ۳ غور او ۶ هم زابل کې د کرونا ویروس پېښې ثبت شوې دي.