دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۰۰
د مطلب کود : 212694
په تېرو ۸ کلونو کې له مدیتراني څخه تېریدونکي ۲۵۰۰۰ کډوال مړه شوي ـ اردوغان
د ترکیې ولسمشر طیب اردوغان د یکشنبې پر ورځ د کډوالو نړیوال فیستیوال د پای ته دسیدو پر مهال په یوه ویډیوي وینا کې څرګنده کړه، چې په تېرو اته کلونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون نږدې۲۵۰۰۰ کسان له مدیترانې بحیرې څخه د تېریدو پرمهال مړه شوي دي.
د آنادولو خبري سرچینې د څرګندونو له مخې؛ طیب اردوغان نه یوازې هغه حالت روښانه کړ، چې کډوال له مدیترانې څخه د تېریدو پرمهال ورسره مخ دي، بلکې هغه له ​​خلکو وغوښتل، چې د مهاجرینو په اړه خپل تعصبونه یوې ډډې ته کړي او هغه مرستې له پامه ون غږورزوي، چې دې خلکو، هېوادونو او ټولنو ته یې رسوي.
د خپلې ویډیو وینا  پر مهال اردوغان څرګنده کړه: هغه مهاجرین، چې له مدیترانې څخه د تېریدو په وخت کې مړه شوي وه؛ هغه خلک دي، چې د خوندي راتلونکي لپاره يې له هیلو ډک سفر پیل کړی و او پر مرګ پای ته رسیدلی دی.
د آنادولو خبري اژانس د اردوغان د څرګندونو له مخې لیکلي: د سوريې د ۱۰۰۰۰ ماشومانو برخلیک، چې په اروپا کې یې پناه غوښتې وه؛ ناڅرګند پاتی دی.
اردوغان ویلي، چې کډوالي یوه نړیواله مسله ده او میلیونونه خلک د جګړې، ترهګرۍ او فقر له کبله د خپلو کورونږ پریښودلو ته لړ شوي دي.
هغه  څرګنده کړې، چې نن ورځ په نړۍ کې شاوخوا ۲۵۰ میلیون مهاجر دي او همدا شان له ۷۱ میلیون ډېر بې ځایه شوي دي.
ترکیې په نړۍ کې د مهاجرو ترټولو د لوی شمېر کوربتوب روانه ساتلی.
هما اوس په ترکیه کې د سوریې ۶.۳  میلیون او د نورو هېوادونو ۳۳۰ زره کډوال راجستر شوي دي.
د مهاجرت نړیوال فستیوال دغه ننداریزه نه یوازې د ترکیې د فرهنګ او ګرځندوی وزارت لخوا ملاتړ شوې، بلکې او د کورنیو چارو وزارت او د ترکیې د ولسمشرۍ څارنې لاندې تر سره کیږي.
په دې فلمي فیستیوال کې هغه فلمونه او مستند فلمونه وړاندې کیږي، چې د مهاجرت ژمنې او ننګونې پر ګوته کوي او هغه ځانګړی ګډون، چې کډوال په نوې ټولنې کې تر سره کوي؛ د فستیوال موخه داده، چې په دې اړه ډېرو بحثونو ته لار واروي.
.
د سږني غوره فلم جایزه د یکشنبې پر ورځ د لارښود واد الکاتب او اډوارډ واټس لخوا “د ساما” په نوم تر لاسه کړه.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjh8e8xuqevmz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته