کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کابل کې د لویې څارنوالۍ ۵ کارکوونکي وژل شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 2 سرطان 1399 ساعت 15:55

د راپورنو له مخې د لویې څارنوالۍ پنځه کارکوونکي د کابل په ده سبز ولسوالۍ کې د وسلوالو لخوا وژل شوي دي.


د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي رسینو ته ویلي، چې یاد کسان د بګرام د عدلي مرکز کارکوونکي وو چې نن سهار ۸ بجې دندې ته د تلو پر مهال ده سبز ولسوالۍ کې د وسلوالو لخوا وژل شوي دي.
لویې څارنوالۍ د وژل شویو کسانو د هویت په اړه څه نه دي ویلي.
تر اوسه کومې ډلې یا کس د شوې پېښې مسؤلیت نه دی منلی.
دا په کابل کې ننۍ دویمه خونړۍ پېښه ده چې رامځته کېږي.
نن ( دوشنبه سرطان ۲ ) سهار شاوخوا ۹ بجې وسلوالو غلو د دریمې حوزې اړوند دهمزنګ سیمه کې یو پولیس په ډزوو وواژه او یو بل یې تپي کړ.


د مطلب کود: 212700

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/212700/کابل-کې-د-لویې-څارنوالۍ-۵-کارکوونکي-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com