دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۸:۰۶
د مطلب کود : 212710
د جرګې ځيني استازي د نا امنيو زياتيدل په امنيتي بنسټونو کې د مديريت کمزوري بولي
د ولسي جرګې يو شمير استازي وايي په هيواد کې د نا امنيو او د سرتيرو او ملکي وګړو د مرګ ژوبلې زياتيدل په امنيتي بنسټونو کې د مديريت د کمزورتيا څرګندونه کوي.

د دوى په باور وسله وال مخالفين د کابل د دروازو ترشا فعاليت کوي.
ولسي جرګې په هيواد کې د روان نا امنه وضعيت له امله نن دوشنبه د امنيتي بنسټونو چارواکي ځواب ويلو ته ور بللي و.
خو دا غونډه د امنيتي چارواکو په غوښتنه د تړلو دروازو ترشا وشوه.
د ځينو استازو په وينا په ښارونو او لويو لارو کې د غلاوو او جنايي جرمونو کچه هم تر پخوا ډيره زياته شوې ده. په ځانګړي ډول په لويو لارو کې د طالبانو له لوري له خلکو د پيسو اخيستل.
دا په داسې حال ګې دي چې نن سهار د کابل په ده سبز ولسوالۍ کې د لويې څارنوالۍ ۵ تنه کار کوونکي ووژل شول او همدا شان د کابل ښار په دريمه حوزه کې يو تن پوليس د وسله والو غلو له لوري ووژل شو او بل تن يې ټپي شو.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcizrarut1azy2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته