د دوى په باور وسله وال مخالفين د کابل د دروازو ترشا فعاليت کوي.
ولسي جرګې په هيواد کې د روان نا امنه وضعيت له امله نن دوشنبه د امنيتي بنسټونو چارواکي ځواب ويلو ته ور بللي و.
خو دا غونډه د امنيتي چارواکو په غوښتنه د تړلو دروازو ترشا وشوه.
د ځينو استازو په وينا په ښارونو او لويو لارو کې د غلاوو او جنايي جرمونو کچه هم تر پخوا ډيره زياته شوې ده. په ځانګړي ډول په لويو لارو کې د طالبانو له لوري له خلکو د پيسو اخيستل.
دا په داسې حال ګې دي چې نن سهار د کابل په ده سبز ولسوالۍ کې د لويې څارنوالۍ ۵ تنه کار کوونکي ووژل شول او همدا شان د کابل ښار په دريمه حوزه کې يو تن پوليس د وسله والو غلو له لوري ووژل شو او بل تن يې ټپي شو.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)