کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کابل کې د لویې څارنوالۍ ۵ کارکوونکي وژل شوي

2 سرطان 1399 ساعت 18:49

د کابل د ده سبز ولسوالۍ په مربوطاتو کې د لوې څارنوالۍ د کارکوونکو پر موټر باندې د وسله وال برید په پایله کې ددغه ادارې پینځه تنه کار کوونکي وژل شوي دي. د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،دغه پیښه نن سهار(چنګاښ ۲ مه) د کابل ښار په نونلسمه امنیتي حوزه کې د ده سبز ولسوالۍ پر سړک رامنځته شوي ده. لوې څارنوالي ددې وسلوال برید په تاییدولو سره وایي چې ددې ادارې د کارکوونکو موټر تر وسله وال برید لاندې نیول شوی دی. د لوې څارنوالۍ په خبرپاڼه کې راغلي دي چې په دې برید کې،د دوه څارنوالانو،دوه کارکوونکو او یو موټر چلونکي په ګډون ددې ادارې پینځه تنه کارکوونکي وژل شوي دي. لا تر اوسه کوم یو شخص یا ډلې ددې پیښې مسوولیت پر غاړه اخیستی نه دی. دا په داسې حال کې ده چې نن له غرمې وروسته د کابل ښار په دهمزنګ سیمه کې د ناڅرګنده وسلوالو په برید کې یو پولیس وژل شوی او یو بل تن ټپي شوی دی. نوشته د لوې څارنوالۍ پنځه تنه کارکوونکي په یوه وسلوال برید کې ووژل شول اولین بار در پشتو. پدیدار شد.



د افغان خبری آژآنس د راپورنو له مخې د لویې څارنوالۍ پنځه کارکوونکي د کابل په ده سبز ولسوالۍ کې د وسلوالو لخوا وژل شوي دي.
د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي رسینو ته ویلي، چې یاد کسان د بګرام د عدلي مرکز کارکوونکي وو چې نن سهار ۸ بجې دندې ته د تلو پر مهال ده سبز ولسوالۍ کې د وسلوالو لخوا وژل شوي دي.
لویې څارنوالۍ د وژل شویو کسانو د هویت په اړه څه نه دي ویلي.
تر اوسه کومې ډلې یا کس د شوې پېښې مسؤلیت نه دی منلی.
دا په کابل کې ننۍ دویمه خونړۍ پېښه ده چې رامځته کېږي.
نن ( دوشنبه سرطان ۲ ) سهار شاوخوا ۹ بجې وسلوالو غلو د دریمې حوزې اړوند دهمزنګ سیمه کې یو پولیس په ډزوو وواژه او یو بل یې تپي کړ.
 


د مطلب کود: 212713

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/212713/کابل-کې-د-لویې-څارنوالۍ-۵-کارکوونکي-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com