کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هرات کې د مرخېړیو له کښت څخه د یوې مېرمنې مالي لاسته راوړنه

2 سرطان 1399 ساعت 18:52

د هرات ولایت په نوآباد ولسوالۍ کې د ضیاګل په نوم یوې مېرمنې د ۴۰ ورځو په موده کې د مرخېړو له پلرو څخه ۱۵ زره افغانۍ ګټه پورته کړې ده.
مېرمن ضیاګل هرات ولایت کې د یوې بې وزلې کورنې مسؤلیت په غاړه لري، چې تېرو ۴۰ ورځو کې یې د مرخېړو له کښت څخه ۱۵ افغانۍ ګټه پورته کړې ده.
ضیاګل وايي، چې خاوند یې پر نشه یي توګو روږدی دی او د پاتې کورنۍ چې ماشومان، خسر او خواښې دي، مسؤلیت یې ورپه غاړې دی.



د کرنې، اوبولګو او مالدارۍ وزارت وايي، چې مېرمن ضیاګل درې کال مخکې د یاد وزارت د مالدارۍ او بڼوالۍ د پېرېدوونکو او ګټه اخسیتوونکو ملي پروژې د کورنیو بڼوالۍ غړیتوب تر لاسه کړ.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې مېرمن ضیاګل په ۲۰۱۸ کال کې د مالدارۍ او بڼوالۍ پروژې د مرخېړیو د تولید مسؤله وټاکل شوه، خو هغه وخت یې د مرخېړیو د کښت لپاره ځمکه هم نه درلوده، چې بیا وروسته د کرنې د خدماتو مدیر ورسره مرسته وکړه او انګر کې د مرخېړیو د کښت لپاره یوه خونه ورکړه.
دغې مېرمنې ۴۰ ورځې مخکې د مرخېړیو کرکیله ترسره کړه چې ۲۵ ورځې وروسته یې حاصل ترې واخیست، چې تر اوسه یې ۶۰ کیلو مرخېړي  پلورلي دي.
هرات کې یو کیلو مرخېړي کیلو په ۲۵۰ افغانۍ پلور کېږي.
 


د مطلب کود: 212714

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/212714/هرات-کې-د-مرخېړیو-له-کښت-څخه-یوې-مېرمنې-مالي-لاسته-راوړنه

آوا
  https://www.avapress.com