کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ننګرهار کې ۷ تنه طالب وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

2 سرطان 1399 ساعت 18:56


د ننګرهار ولایتي مسولین وایې، د دې ولایت بټي کوټ  ولسوالۍ کې د ولسي پاڅوون کوونکو په پوستو بریدګرو ۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې او یو سرګروپ یې ژوندی نیول شوی.
د ننګرهار د ولایت مسوولین افغان خبري اژانس ته وویل: د ننګرهار ولایت بټي کوټ ولسوالۍ  «باریکاب» سیمه کې لسګونو وسله والو طالبانو د ولسي پاڅوون کوونکو پر پوستو ډله ییز برید ترسره کړی، چې د پاڅوون کوونکو په ځوابیه برید کې دوه وسله وال طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
دی وایې ،همدا راز یو سرګروپ یې هم  ژوندی نیول شوی. د خوږیاڼي په خبره، په دې پېښه کې یو پاڅوون کوونکی هم ټپي شوی، چې وضعیت یې د ډاډ وړ دی . طالب وسله والو تراوسه په دې تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي.


د مطلب کود: 212716

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/212716/ننګرهار-کې-۷-تنه-طالب-وسله-والو-ته-مرګ-ژوبله-اوښتې

آوا
  https://www.avapress.com