کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د جرګې ځيني استازي د نا امنيو زياتيدل په امنيتي بنسټونو کې د مديريت کمزوري بولي

2 سرطان 1399 ساعت 18:58

د ولسي جرګې يو شمير استازي وايي په هيواد کې د نا امنيو او د سرتيرو او ملکي وګړو د مرګ ژوبلې زياتيدل په امنيتي بنسټونو کې د مديريت د کمزورتيا څرګندونه کوي.
د دوى په باور وسله وال مخالفين د کابل د دروازو ترشا فعاليت کوي.
ولسي جرګې په هيواد کې د روان نا امنه وضعيت له امله نن دوشنبه د امنيتي بنسټونو چارواکي ځواب ويلو ته ور بللي و.



خو دا غونډه د امنيتي چارواکو په غوښتنه د تړلو دروازو ترشا وشوه.
د ځينو استازو په وينا په ښارونو او لويو لارو کې د غلاوو او جنايي جرمونو کچه هم تر پخوا ډيره زياته شوې ده. په ځانګړي ډول په لويو لارو کې د طالبانو له لوري له خلکو د پيسو اخيستل.
دا په داسې حال ګې دي چې نن سهار د کابل په ده سبز ولسوالۍ کې د لويې څارنوالۍ ۵ تنه کار کوونکي ووژل شول او همدا شان د کابل ښار په دريمه حوزه کې يو تن پوليس د وسله والو غلو له لوري ووژل شو او بل تن يې ټپي شو.
 


د مطلب کود: 212717

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/212717/د-جرګې-ځيني-استازي-نا-امنيو-زياتيدل-په-امنيتي-بنسټونو-کې-مديريت-کمزوري-بولي

آوا
  https://www.avapress.com