کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سعودي سږني حج ته د بهرنیانو په ورتګ بندیز ولګاوه

3 سرطان 1399 ساعت 8:48

سعودي عربستان وايي، د کورونا وېروس د کنټرولولو لپاره سږ دغه هېواد ته له نورو هېوادونو خلک د حج لپاره ورتللی نه شي.
د سعودي حکومتي خبري اژانس وايي، یوازې هغه ډېر محدود بهرنیان سږنی حج کولی شي چې دا مهال په دغه هېواد اوسېږي.


 د سعودي د حج او عمرې وزارت له خولې لیکي: "د نړۍ له ۱۸۰ ډېرو هېوادونو کې د کورونا وېروس خپرېدو ته په پام سعودي کې د نورو هېوادونو محدودو خلکو ته د حج چانس ور کول کېږي".

د سعودي بهرنیو چارو وزارت په خپل ټوېټر کې هم د حج او عمرې وزارت دا پرېکړه ټوېټ کړې ده.
سعودي د کورونا وېروس د نه خپرېدو لپاره له دې مخکې عمره هم ځنډولې وه.
د یوه اټکل له مخې یو یا دوه میلیونه خلک په سږني حج کې ګډون کولی او مکه مکرمه او مدینه شریفه لیدلی شي.
خو لا هم دا وېره شته چې ممکن د کورونا له وېرې ټول حج لغوه شي.
د سعودي له اعلان مخکې انډونیزیا او مالیزیا سږ کال خپل وګړي حج ته له تلو منع کړي دي.
حج د اسلام پنځمه ستن یا بنا ده او په ټول عمر کې یو ځل په هر هغه مسلمان فرض دی، چې روغ او وس یې ولري.
هر کال د نړۍ له مختلفو هېوادونو سعودي ته په میلیونونو مسلمانان د حج لپاره ورځي.


د مطلب کود: 212727

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/212727/سعودي-سږني-حج-ته-د-بهرنیانو-په-ورتګ-بندیز-ولګاوه

آوا
  https://www.avapress.com