دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۴۸
د مطلب کود : 212773
کرونا ویروس: پېښې کمې مړینه ډيره
عامې روغتیا وزارت تېرو څلریشت ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۳۲۴ نور مثبتو پېښو له ثبتېدو خبر ورکړ.
یاد وزارت نن ( سه شنبې چنګاښ ۳ ) د کرونا ویروس د وروستیو معلوماتو په اړه ویلي چې له تېرې ورځې راهیسې ټول هېواد کې ۳۲۴ نور کسان هم په کرونا ویروس اخته شوي دي.
د تازه مثبتو پېښو له ثبت سره ټول هېواد کې د یاد ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۲۹ زره او ۴۸۱ ته ورسېد، چې له همدې شمېر ۹ زره او ۲۶۰ کسان بېرته رغېدلې دي.
د عامې روغتیا وزارت د تازه معلوماتو له مخې تېرو څلریشت ساعتونو کې په کرونا اخته ۲۰ نور کسان هم مړه شوي، چې له دې سره هېواد کې د یاد ویروس د قربانیانو شمېر ۶۱۸ ورسېد.
د خبر مثبت اړخ بیا دا چې له تېرې ورځې راهیسې ۴۱۹ کسان له کويډ ۱۹ ویروس څخه روغ شوي دي.
دوه ورځې وړاندې د عامې روغتیا وزارت سرپرست جواد عثماني د خبري غوڼدې پرمهال وویل چې د دوی د ارزونو له مخې هېواد کې د کرونا ویروس ټغر په ټولېدو دی او وروستیو ورځو کې د یاد ویروس د مثبتو پېښو شمېر کې کموالی راغلی دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchqinix23nzqd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته