دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۲۱
د مطلب کود : 212781
صالح: لومړی مو پوزه وګورئ بیا پیشو پسې منډې کړې
د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح د افغان خبري آژانس د هغه راپور په اړه غبروګون وښود چې وايي، افغانستان سره د بهرنیانو ۳۲ تنفسې الې پاکستان ته قاچاق شوي دي. ښاغلي صالح پر خپل ټوېتر دې موضوع ته په غبرګون کې ویلي، چې کابل او ولایتونو کې د عامې روغتیا وزارت پورې اړوند د تنفس الې نه دي ورکې شوې.
نوموړي دې موضوع ته په اشارې سره دا متل کارولی چې “کله یو کس درته وویل پوزه دې پیشو وړې لومړی پوزه وګورئ بیا پیشو پسې منډې کړئ”.
هغه په دوام کې ویلي چې نه باید د دروغو په لومه کې ګير شو.
تېره ورځ ( دوشنبې چنګاښ ۲ ) عامې روغتیا وزارت هم د خبري آژانس یاد راپور رد کړ او زیاته یې کړه چې هېڅ کوم تنفسي اله بهر ته نه ده قاچاق شوې.
پژواک بیا وايي، داسې سندونه یې موندلي چې د دوی د خپور شوي راپور د رښتونوالي ښکارندويي کوي.
د پژواک ترڅنګ هشت صبح ورځپاڼې هم راپور خپور کړی او ویلي چې یو شمېر اسناد یې موندلي چې ښيي هېواد له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره ځانګړې شوې بودیجه کې پراخ فساد شوی دی.
 
https://avapress.com/vdcg7x9xqak9qu4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته