دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۵۰
د مطلب کود : 212789
چارواکي: د مصنوعي تنفس الې پاکستان ته نه دي قاچاق شوي
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت پاکستان ته د وینټلاټورونو د قاچاق په تړاو خپاره شوي خبرونه ردوي او وايي چې تراوسه د دغه وزارت اړوند یو وینټلاټور هم ورک شوی نه دی.
تېره ورځ د پژواک خبري آژانس په یو راپور کې وویل چې له افغانستان سره د کروناویروس مقابلې لپاره د مصنوعي تنفس له مرسته شویو الو (وینټلاټورونو) ۳۲ پاکستان ته قاچاق شوي دي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت اداري او مالي مرستیال شفیق‌الله شهیم د سې‌شنبې په ورځ جون ۲۳مه (چنګاښ درېیمه) خبریالانو ته وویل د ټولو ولایتونو د روغتیا له رئیسانو سره د وینټلاټورونو مسله تعقیب کړې چې پر وینا یې تراوسه یو هم ورک شوی نه دی.
هغه زیاته کړه: "موږ دا شدیداً ردوو، دا ناسم دی او عامه ذهنیت مغشوشوي... پایلې یې په دوو لاملونو ډېرې منفي دي، لومړی دا چې د افغانستان د شریفو خلکو په وړاندې د روغتیايي سیستم باور او حیثیت تر پوښتنې لاندې راولي".
ډاکټر شهیم دغه راز ویل چې د داسې راپورونو نشرول د افغانستان له روغتیا وزارت سره د نړیوالو مرستندویو هېوادونو او بنسټونو مرستو ته زیان رسوي.
د هغه پر وینا اوسمهال د روغتیا وزارت اړوندو روغتونونو کې ۲۶۲ پایې وینټلاټورونه موجود دي او هڅې روانې دي چې تر راتلونکې یوې میاشتې پورې د دغو وینټلاټورونو شمېر ۹۰۰ پایو ته لوړ شي.
د افغانستان د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح هم په خپل ټویټر کې لیکلي چې په کابل او ولایتونو کې د روغتیا وزارت یو وینټلاټور هم ورک شوی نه دی.
ښاغلي صالح له خلکو غوښتي چې ځانونه د باطلو او غلطو خبرونو له لومې وساتي.
 
وینټلاټور هغه طبي آله ده چې د سختو ناروغانو په درملنه کې مرسته کوي او اکسیجن د ناروغ سږو ته رسوي.
افغانستان کې د کروناویروس مثبتې پېښې
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تیره یوه شپه او ورځ کې د کروناویروس ۹۵۳ مشکوکې پېښې ارزول شوي چې له دې شمېرې ۳۲۴ یې مثبتې تشخیص شوي دي.
د دغه وزارت اداري او مالي مرستیال شفیق‌الله شهیم وویل چې د رسمي شمیرو په اساس اوسمهال په افغانستان کې په کروناویروس د اخته کسانو شمېر۲۹۴۸۱ تنو ته لوړ شوی چې له دې شمېرې ۶۱۸ تنه یې مړه شوي او ۹۲۶۰ نور بېرته روغ شوي دي.
دا په تیرو څو اونیو کې څلورمه ورځ ده چې په افغانستان کې د روغتیا وزارت لخوا د کرونا ویروس مثبتو پېښو کمېدو راپور ورکول کیږي.
د کروناویروس د لومړي ځل لپاره د تیر میلادي کال په ډیسمبر کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې خپور شو او په چټکۍ سره د نړۍ ۱۸۸ هېوادونو ته ورسېد.
د امریکا د جانس هاپکنس پوهنتون د معلوماتو په اساس د سې شنبې تر ورځې جون ۲۳مه (چنګاښ درېیمه) په نړۍ کې څه باندې ۹.۱ میلیون تنه په کروناویروس اخته شوي چې له دې شمېرې نږدې ۴۷۳زره تنه مړه شوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcevw8wojh8zfi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته