دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۴ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۲۷
د مطلب کود : 212856
تیر ۲۴ ساعتونه افغانستان کې۲۳۴ تنه په کرونا اخته شوي
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په ۱۳ ولایتونو کې ۲۳۴ تنه په کرونا ویروس اخته شوي او ۲۱ تنه مړه شوي دي.


روغتیا وزارت نن چهارشنبه جون۲۴(چنګاښ۴) ویلي چې په تیره یوه شپه او ورځ کې په هیواد کې د کرناویروس د ۶۵۱ مشکوکو پېښو سمپلونه معاینات شوي چې ۲۳۴ یې مثبت ثابت شوي دي.

د دغه وزارت د رسمي معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۲۹۷۱۵ تنو ته لوړ شو.

دا په تیرو څو اونیو کې پنځمه ورځ ده چې روغتیا وزارت په هیواد کې دکرونا ناروغیو پېښو کمېدو راپور ورکوي.

په تیره یوه شپه ورځ کې په افغانستان کې په کرونا ویروس اخته ۲۱ تنه مړه شوي چې دې سره د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۶۳۹ تنو ته لوړ شو.

همدارنګه ۶۰۹ تنه بیرته روغ شوي چې ورسره د تولو روغ شوو کسانو شمېر ۹۸۶۹ تنو ته ورسېد.

له افغانستان سره د مرسته شوو مصنوعي تنفسي الو قاچاق.

بلخوا د افغانستان د روغتیا وزارت خبر ورکړ چې له افغانستان څخه د مصنوعي تنفسي الو د
قاچاق په اړه څېړنې کوي.
دغه وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې د روغتیا وزیر ډاکټر جواد عثماني یو پلاوي ته دنده سپارلې چې په دې اړه هر اړخیزې څېړنې وکړي او په فساد ککړ کسان عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کړي.
 
 
پر همدې مهال له ارګ څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د روغتیا وزیر د ولسمشر غني په مشرۍ د اقتصاد عالي شورا په غونډه کې په روغتیايي مرکزونو کې د مصنوعي تنفسي الو دموجودیت په اړه ډاډ ورکړی دی.
په اعلامیه کې ویل شوي:"د عامې روغتیا سرپرست ژمنه وکړه چې د یادو الو د تسلیمۍ او موجودیت ټول اسناد به د هغو له سریال نمبرونو سره یو ځای له مطبوعاتو او د افغانستان نجیبو خلکو سره شریک کړي."
 
 
دا په داسې حال کې ده چې پژواک خبري اژانس راپور ورکړ چې له افغانستان سره د مرسته شوو مصنوعي تنفسي الو له ډلې ۳۲ یې پاکستان ته قاچاق شوي دي.
کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا شو.
د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس د نن چهارشنبې تر غرمې جون ۲۴(چنګاښ۴) پورې په نړۍ کې ۴۷۷تنه د یادو ویروس له امله مړه شوي او څه باندې ۹ میلیونه نور په اخته شوي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcji8e8muqevoz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته