دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۴ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۴۸
د مطلب کود : 212861
د وسله‌‎والو پرضد سپین بولدک کې د افغان ځواکونو عملیات
امنیتي ځواکونه وايي د سپین بولدک ډیورنډ کرښې ته څېرمې سیمو کې چې دې وروستیو کې طالبانو په کې خپل فعالیتونه زیات کړي وو، پوځي عملیات کړي.

دوی وايي چې سیمه کې یې ۱۰ کلي له طالبانو پاکه کړې او یادې ډلې ته یې مرګ ژوبله هم اړولې ده.

د سپین بولدک امنیه قوماندان، څارمن حمیدالله وايي:«‎دغه سیمې چې عملیات پکې وکړل، دا سیمې په دې ورستیو کې ډېرې خطرناکې شوې وې، ځکه د ډیورنډ کرښه ورته نېږدې ده او طالبانو په اسانی سره هلته تګ راتګ کوی او کله چې موږ دلته عملیات پیل کړل د هغوی ګڼې پټنځایونه او وسلې مو ونیولې، هم مو یو شمېر کسان ووژل، خو یو شمېر يې تر ډیورنډ کرښې واوښتل، خو زموږ هڅه داده چې نور باید دوی دلته خپل فعالیت پیل نکړي.»

د کومانډو لوا د آفراسیون آمر، جګړن سیلاب زیاتوي:«‎موږ په دې عملیاتو کې طالبانو ته سخته ماته ورکړه او زه هغوی ته دا وایم چې خپل پر ځان کورنۍ او ماشومان رحم وکړئ، هغه دا چې که دوی د جګړې لاس وانخلي او وسله پر ځمکه کښينږدي نو حتمي به دوی زموږ له خوا ووژل شي.»

بل خوا امنیتي سرتیري وايي د عملیاتو پر وړاندې يې لوی خنډ پر لارو باندې ځمکني ماینونه وه، خو بیا هم توانیدلي چې سیمه کې عملیات ترسره او خپلې پوستې ولګوي.

امنیتي سرتیري خوشحال څرګندوي:‎«موږ دلته ډېری مرمۍ، وسلې او د ځانمرګو واسکټونه ونیول او د هغوی موټرونه مو هم نیول، دوی په کورونو او سړکونو کي ډېر ماینونه ایښي وه، موږ ټوله سیمه د ماینونو څخه هم پاکه کړه او زموږ هدف دا دی چې هېوادوال مو په دې سیمه کې په ارامۍ ژوند وکړي.»

بل سرتېری، نعمت الله زیاتوي:«‎هغوی په دغه سیمو کې امنیتي پوستې هم ځای پرځای کړي تر څو بیا دوښمن د پاکستان له لوري دې سیمې ته داخل نشي.»

خو هغه سیمې چې اوس تازه د امنیتي ځواکونو د وسله‎والو طالبانو له شتونه پاکې کړي دي، اوسیدونکي يې له حکومته دلته د رغنیزو کارونو تر څنګ د ښوونځي، روغتون او د ژوند د نورو اسانتیاوو غوښتنه کوي.

د سپین بولدک اوسېدونکی، امین الله وايي:«‎دلته خو امنیت ګډوډ وو، رنګا رنګ کسان دلته راتلل، اوس خو دا دی سیمه د حکومت په لاس کې ده، اما په دې څو کاله موږ بیخي حکومت هېر کړي یوو، دلته موږ د ښاره ډېر لیري یوو.»

بل اوسېدونکی، اسدالله زیاتوي:«‎ټول ماشومان او ځوانان مو د ښوونځي د نشتون له امله بیسواده پاته دي او ناروغان مو د روغتون د نشتون له امله چې تر ښاره يې رسوو، ژوند له لاسه ورکو، اوس دي موږ ته حکومت دلته خدمات وړاندې کړي.»

افغان ځواکونه وايي هغه سیمې چې د ډیورنډ کرښې ته څېرمه دي، وخت ناوخت د وسله‎والو طالبانو حضور پکي لیدل کیږي او امنیتي ځواکونه وايي هغوی په دا ډول سیمو کې له پاکستان سره په اسانی تګ راتګ او اکمالات کوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfv0d0yw6dyca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته