کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

عبدالله د سولې خبرو لپاره د شرطونو نه اېښودو خبر ورکړ

5 سرطان 1399 ساعت 9:20

د مصالحي عالي شورا رییس، عبدالله عبدالله وايي، له ولسمشر غني سره یې په ګډه د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو لپاره به شرطونه نه ږدي.
ښاغلي عبدالله چې چهارشنبې(د چنګاښ په ۴مه نېټه) د امریکا سولې انستیتوت سره په یوې ویدیویي ناسته کې خبرې کولې زیاته کړه چې باید ډاډ ترلاسه کړي، څو افغانستان بیا د ترهګرو په پټنځي نه بدلیږي.



د مصالحې شورا رییس همداراز وویل:«د سولې لپاره چمتوالي کي، موږ د افغانستان اسلامي  جمهوریت کې پرېکړه کړې ده ـ له ولسمشر غني سره ـ چې موږ د سولې خبرو پیل لپاره هېڅ شرط نه ږدو او زموږ مرکچي پلاوی د سولې خبرو پل لپاره پوره چمتوالی لري.»
ښاغلي عبدالله زیاته کړه چې دوامدارې سولې رسېدو لپاره پر تګلارې کار کوي:«د سولې په برخه کې باید د نړیوالو او کورنیو همکارانو سره کار وشي، په داسې حال کې چې موږ باید ډاډ ترلاسه کړو، دا چې افغانستان نور د ترهګرو پر پټنځای نه بدلیږي. په دې برخه کې موږ ټول پر بشپړه نقشې کار کوو.»
دا په داسې حال کې ده چې حکومت هغه څه چې د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو لپاره انعطاف بولي، وايي چې له دوو زرو شپږسوو ډېر طالبان بندیان یې ازاد کړي دي، خو حکومت وايي چې طالبان هم باید خپلې ژمنې پلې کړي.
 


د مطلب کود: 212893

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/212893/عبدالله-د-سولې-خبرو-لپاره-شرطونو-نه-اېښودو-خبر-ورکړ

آوا
  https://www.avapress.com