کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د امریکا بهرنیو چارو وزارت: پاکستان لا د ترهګرو امن پټڼځای دی

5 سرطان 1399 ساعت 10:29

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د ترهګرۍ په اړه خپل کلني رپوټ کې لیکلي چې پاکستان کې لا هم د ترهګرو امن پټنځای دی له ترې پر افغانستان او هند بریدونه کېږي.
دغه راپور چې چورلیز یې په ۲۰۱۹ زیږدیز کال نړۍ کې د ترهګرو ضد مبارزه او په ځانګړې توګه یې د افغان طالبانو او لشکر طیبه له ملاتړه یادونه کړې ـ کومې ډلې چې د افغانستان ضد فعالیت کوي.



راپور کې راغلي چې پاکستان د ترهګرۍ ضد کافي ګامونه، نه دي پورته کړي او د دغه هېواد ځینو مدرسو کې لا هم، زدکونکو ته د تندلارۍ زده کړې ورکول کیږي او پاکستاني چارواکو یې جدي مخنیوی نه دی کړی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت راپور کې راغلي دي چې پاکستان د لشکر طیبې او جیش محمد ترهګرو ډلو ته اجازه ورکړه څو د دغه هېواد خاوره کې وده او بیا ترې پر هند بریدونه وکړي.
راپور کې وړاندې راغلي:«پاکستان خپلې ژمنې د ټولو ترهګرو بنسټونو له منځه وړلو لپاره نه دي عملي کړي. پاکستان د جیش محمد ډلې مشر، مسعود اظهر  او په ۲۰۰۸ کال کې د ممبی بریدونو متفکر مغز ساجد میر پر وړاندې هېڅ اقدام نه دی کړی او داسې راپورونه شته چې دا دوه ترهګر د پاکستان دولت ملاتړ سره دغه هېواد کې ژوند کوي.»
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې طالبانو او حقاني ډلې په ۲۰۱۹ کال کې پر پوځیانو او ملکي کسانو خپل ترهګریز بریدونه زیات کړي او ترڅنګ یې داعش هم د ملکي کسانو په ځانګړې توګه پر مذهبي لږکیو خپلو بریدونو ته دوام ورکوي.
راپور کې یادونه شوې چې افغانستان د خپلو پولو خوندیوتو کې له ستونزو سره مخامخ دی او دا ستونزه په ځانګړې توګه له پاکستان سره زیاته ده:« له سره دې چې د "د سولې او یووالي لپاره د افغانستان ـ پاکستان ګډ پلان" چې د پولو امنیت یې هم برخه ده، د دواړو هېوادونو پولو ساتنې او امنیت لپاره پرمختګ پڅ دی.»
د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو لوړې ژورې هم د راپور بله برخه ده او په کې د پاکستان حکومت ونډې ته اشاره شوې، دا چې دغه هېواد په کې کلیدي رول لوبولی دی.
 


د مطلب کود: 212902

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/212902/د-امریکا-بهرنیو-چارو-وزارت-پاکستان-لا-ترهګرو-امن-پټڼځای-دی

آوا
  https://www.avapress.com