ښاغلي فرهنګ وویل " کورنۍ تاوتریخوالی، په زور ودونه، د کورنیو له خوا انجونو ته د واده کولو اجازه نه ورکول، د میړه غیابت او د ښځو بې سرنوشته پاتې کیدل د دغو ثبت شوو پیښو ډیره برخه جوړوي".
ښاغلي فرهنګ وویل، چې د کمیسیون راپور لا بشپړ شوی نه دی، چې له امله یې د دې راپور پرتله کول د ۲۰۱۹ کال د لومړیو پنځه میاشتو سره ممکن نه دي.
که څه هم د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د تاوتریخوالي د زیاتیدو عمده علت په اړه څه نه دي ویلي، خو د روان ۲۰۲۰ میلادي کال په لومړیو پنځه میاشتو کې د کابل په ګډون د افغانستان په ډیرو ښارونو کې د کرونا د وبا د خپریدو د مخنیوي لپاره د ورځې له خوا ګربندیز لګول شوی وو او د کورنۍ غړي په کورونو کې په پرله پسې ډول پاتې کیدو ته اړ شوي وو.
افغانستان کې د ښځو د ژوند په اړه د ملګروملتونو یو وروستي راپور کې ویل شوي، چې افغان میرمنې د جنسي تیري، فحشا ته اړ کولو، ځان سوزونې او د وهلو ډبلولو د ګواښونو سره مخ دي.
همداشان د ښځو خرڅول، به بدو کې ورکول، په زور نکاح کول، په کم عمر کې ودول او له میراث څخه محرومول هم د ملګروملتونو په راپور کې په هغو مسایلو کې یاد شوي، چې په افغانستان کې ښځې ورسره مخ دي.
د افغانستان د ښځو چارو وزارت ویانده میرمن رویا دادرس امریکا غږ اشنا ته وویل، چې دغه وزارت هم د ۲۰۲۰ میلادي کال له پیل څخه تراوسه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له ۶۰۰ څخه زیاتې پیښې ثبت کړي، چې شاوخوا ۴۰۰ یې عدلي او قضايي ادارو ته هم لیږل شوي دي.
په افغانستان کې لوږه، بې کاري، نشه يي توکو روږدې کیدل، مهاجرتونه او ټولنیز دود اودستور د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د عمده علتونو په توګه ګڼل کیږي.