دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۵ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۱۰
د مطلب کود : 212941
که طالبان د سولې تړون مات کړي، افغانستان به ټوټې ټوټې شي
د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولتن په خپل کتاب کې د دونالد ترمپ له خولې لیکلي، چې که طالبان د سولې تړون مات کړي، افغانستان به په میلیونونو ټوټو ووېشي.
په سپینه ماڼۍ کې د ولسمشر ترمپ د ځانګړې خونې حالات او دا، چې هلته څه تېریدل؛ د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولتن په خپل کتاب کې راوړي دي.
جان بولتن په خپل کتاب کې د دونالد ترمپ له خولې لیکلي: راځئ له طالبانو سره د سولې هوکړه لویه وښيو؛ خو که طالبانو دغه هوکړه ماته کړه، نو لعنتي هېواد افغانستان به یې په میلیون ټوټو ووېشم.
بولتن لیکلي؛ ترمپ په دې باور دی، چې د سوداګرۍ د نړیوالو برجونو جوړول په افغانستان کې له جګړې څخه ډېر ارزانه پریوزي.
د جان بولتن په کتاب کې دا هم راغلي، چې د سویلي آسیا لپاره د دونالد ترمپ ستراتیژي د بشپړې ماتې ښکارندويي کوي او په افغانستان کې د بمور یا موربم غورزول یې هم تېروتنه ده.
هغه ټینګار کړی: هغه څه، چې ما کړي؛ یوازنۍ موخه یې داده، چې د سپینې ماڼۍ او هېواد لپاره د یوې ښې پالیسۍ لامل شي.
جان بولتن لیکلي، چې ترمپ په یوه غونډه کې ویلي: امریکا د افغانستان په جګړه کې ماته خوړلې؛ د افغانستان لپاره زما تګلاره په دوه زره اوولسم کال کې له خپلو جنرالانو سره په مشوره جوړه شوه، چې طالبان او پاکستان تر فشار لاندې راولو؛ خو دا یوه تېروتنه وه، مونږ هر څه له لاسه ورکړل او دا یوه بشپړه ناکامي وه. دا د شرم ځای دی، چې مونږ دومره تلفات وینو. بیخې نه غواړم، چې په اړه یې خبرې وکړم!
د هغه هېواد د ملي امنیت سلاکار جان بولتن څرګنده کړې: زما، چې څه په توان پوره ول، ومې کړل او د خپل کتاب پر لیکل شویو مسایلو باوري یم. ښايي ځينې ور سره موافق نه وي؛ خو زه چمتو یم، چې په اړه یې خبرې وکړم.
جان بولتن په خپل کتاب کې دې ته هم نغوته کړې؛ زلمي خلیلزاد د مایک پمپیو تر څارنې لاندې په پټه له طالبانو سره د سولې خبرې کولې او ان تر دې، چې د ملي امنیت مشاوریت ته یې هوکړه شوی متن ورنکړ.
جان بولتن لیکلي: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو دنده تر لاسه کړې وه، چې طالب مشران کمپ ډيویډ ته بوځي؛ خو جالبه وه، چې پمپیو وروسته له طالبانو سره له معاملې واټن ونیو. ښايي پوهیدلی وي، چې له طالبانو سره د سیاسي هوکړې ملاتړ به یې په سیاسي زیان تمام شي.
د جان بولتن د کتاب په بایله کې راغلي، چې ترمپ له طالبانو سره د سولې د هوکړې د هر ډول سیاسي او پوځي پایلو مسوول دی
https://avapress.com/vdceew8wzjh8zoi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته